د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جادوګرو سترګو شربت ګله ونیول شوه


د شورو/چارشنبې ورځ د پېښوراېف ای اې دفتر سرچينې وايي، افغان کډواله شربت ګله يې د جعلي شناختي کارډ لرلو په تور نیولې ده.

د یاد دفتر سر چينو مشال راډيو ته وويل چې شربت ګله يې د پيښور له نوتيې سيمې په دې تور نیولې چې خپل او د خپلو دوو زامنو لپاره یې د پاکستان جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي ول او زیاتوي چې پر هغې یې تر ۴۱۹ او ۴۲۰ دفعې لاندې مقدمه درج کړې ده.

شربت ګلې هله په ۱۲ کلنۍ کې د خپلو د شنو راښکوونکیو سترګو له کبله نړیواله پېژندګلو ومونده چې په ۱۹۸۵ م کال کې د نېشنل جیوګرافیک ګڼې پر خپله مخپاڼه د هغې یو عکس خپور کړی وو.

د هغې دغه تصویر په پېښور کې د افغان کډوالو په ناصرباغ پنډغالي کې د نېشنل جیوګرافیک یوه فوټوګرافر سټیو مککري اېستلی وو.

د سږني کال په فېبرورۍ مياشت کې پاکستانيو رسنيو یو خبر ورکړی وو چې "نادرا" شربت ګلې او د هغې دوو زامنو ته شناختي کارډونه ورکړي دي، چې په اړه یې وروستو اېف ای اې پلټنې پيل کړې.

XS
SM
MD
LG