د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۱۴۴ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې


د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د ملي پیوستون پروګرام په وروستۍ مرحله کې د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او کلیو کې ۱۴۴ پروژې چې ۲۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د ملي پیوستون پروګرام په وروستۍ مرحله کې د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او کلیو کې ۱۴۴ پروژې چې ۲۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو پرانیستې لپاره چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې مراسم نیول شوي ول، خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې پدې پروژو کې پلچکونه، د اوبو رسولو شبکې، اوبیزه برښنا، د جرګو خونې او کلیوالي کانکریټي سړکونه شامل دي.

خوست والي زیاته کړه، د دې پروژو په پلي کیدو سره په خوست کې د ملي پیوستون پروګرام چې دیارلس کاله وړاندې په یاد ولایت کې پیل شوی وو، پای ته رسیږي.

ده زیاته کړه، د ملي پیوستون پروګرام په تعقیب به ډېر ژر د ولسي تړون (میثاق شهروندي) په نوم یوه بله ملې برنامه پیل شي، چې هغه به له کلیوالي سیمو سربیره ښاري ساحې هم تر پوښښ لاندې ونیسي.

خوست والي حکم خان حبیبي زیاتوي:

((نن د ملي پیوستون د برنامې په وروستي دور کې ۱۴۴ مختلفې پروژې د ۲۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت باندې دا تکمیلې شوي دي او نن عملاً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، پدې پلچکونه دي، د اوبو د رسولو شبکې دي، اوبیزه برښنا ده، کانکریټي او جغل اندازي سړکونه دي، د جرګو سالون او نورې مختلفې پروژې دي، چې په خپله د ولسي شوراګانو لخوا نه تکمیلې شوې دي.))

بل لوري ته د خوست د ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال که څه هم د ملي پیوستون تطبیق شوې پروژې د کلیوالي خلکو د ژوندانه په مثبت بدلونه کې ګټورې بولي خو زیاتوي، چې دا برنامې د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولای.

ده د مرکزي حکومت او نورو نړیوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتنه وکړه، چې د خوست ښه امن او مناسبو شرایطو ته په کتو دې پدې ولایت کې نورې ورته ټولګټې پروژې هم عملي کړي.

قمرعلي لکڼوال زیاتوي:

((د مرکزي حکومت او مرستنیدویه ادارو څخه مو دا غوښتنه ده، چې دا پروژې کفایت نه کوي، ځکه خوست هغه ولایت دی، چې په هره برخه کې يې او په هره ولسوالۍ کې يې هر ډول پروژه تطبیقیږي، ځکه ښه امنیت دی، مشکل نشته، موږ پر دوی غږ کوو، چې دلته دې راشي، هغه پروژې چې په بل ځای کې نه تطبیقیږي هغه دې په امتحاني بڼه به خوست کې پلي کړي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د ملي پیوستون پروګرام دیارلس کاله وړاندې پیل شوی وو، چې د یاد ولایت د دریو مرکزي واحدونو په ګډون په دوولسو ولسوالیو کې يې د ۲،۸۳ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۸۹۲ لويې او وړې پروژې عملي کړي چې دوه لکه ۲۳۴۱۵ کورنۍ ورڅخه برخمنې شوې دي.

ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د ملي پیوستون پروګرام پر ځای د ولسي تړون په نوم یوه بله ملي برنامه د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغان حکومت لخوا پیل شي.

XS
SM
MD
LG