د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال په لوګر کې د کرنې په پروژو ۳۳۰ میلیونه افغانی لګول کیږي


د افغانستان د کرنې او اوبولګو وزیر اسدالله ضمیر وايي، چې سږ کالپه لوګر کې د ۳۳۰ میلیونه افغاینو په ارزښت د کرنې، مالدارۍ او اوبولګو په برخو کې پروژې پلي کیږي.

نوموړي چې تېره ورځ په یاد ولایت کې د کرنې د ودې او کلیو پراختیا هر اړخیزه برنامې(CARD-F) د پروژو په پرانیسته کې برخه اخیستې وه، وویل چې دوی سږ کال په لوګر کې پدې برخه کې د پروژو لپاره ۳۳۰ میلیونه افغانۍ فنډ لري.

اسدالله ضمیر زیاته کړه:

((که په لڼده ووایم موږ نن ورځ په لوګر ولایت کې د برنامو یوه بسته پیل کړه، د سږني کال بودجه مو ۳۳۰ میلیونه افغانۍ ده، چې د باغداری، مالداری، غلو دانو، زعفران او د ښځو سره د مرستو په برخو کې دي، موږ نوي باغونه جوړ کړل، د ممیزو خونې جوړې کړې همدارنګه مو د اوبو د کانالونو بیارغونه وکړه، تاسو وینئ چې کرنیز ماشینونه بزګرانو او د اصلاح شویو تخمونو شرکتونو ته وسپارل.))

د کرنې او اوبو لګولو وزیر زیاته کړه، یادې برنامې چې په نږدې راتلونکې کې پیلیږي، د اوبو لګولو ۷ کانالونه، د پنځلس سوه ټنو په ظرفیت دوې مجهزې سړې خونې، ۱۴ د اوبو حوضونه، ۱۶۵ باغونه، ۹۴ حیواني کلینکونه، ۲۲ کشمش خانې، ۲۲ د چرګانو د فارمونو جوړول، ۹ د څښاک اوبو د ژورو څاه ګانو کېندل او د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ هم په کې شامله ده.

د لوګر والي حلیم فدايي وايي، سره لدې چې لوګر په کافي اندازه اوبه لري، خو تر اوسه يې په مهار کولو نه یو توانیدلي، زموږ پر ځای نورې سیمې لدې اوبو ډېره ګټه اخلي.

ده زیاته کړه، د لوګر د خلکو بله اړتیا د کرنیزو تولیداتو لپاره د ولسوالیو په کچه لږ ترلږه د یو مجهز مارکېټ، او د لبنیاتو د راټولولو او پروسس د مرکز جوړول دي، څو په ولایت د ننه د بزګرانو، مالدارانو او نورو خلکو کورنی ضرورتونه پرې پوره شي.

حلیم فدایي زیاته کړه، د ولایت په کچه ډاډ ورکړ چې هلته به د هر ډول پروژو د پلي کېدو لپاره زمینه برابروي اوهر هغه چا سره به پریکنده چلند کېږي چې د ټولګټو پروژو او پروګرامونو د پلي کېدو په مخ کې خنډ ګرځي.

په پای کې د کرنې د وزیر، د ولایت والي او نورو ځايي چارواکو لخوا ۲۱ تنو بزګرو ته د NHLP د برنامې د کشمش خانو د جوړید و قراردادونه وویشل شول.

همدارنګه بزګرانو ته ۱۴ دانې ۲۵ لیتره دوا پاشونه، ۴ دانې سل لیتره دواپاشونه، ۱۲ عدده فوټ سپرېیر، او ۹ سیټه محافظتي لباسونه چې مجموعي قیمت یې پنځه لکه افغانیو څخه ډېر وو ورکړل شول.

پدې مراسمو کې دهقانانو ته د ۱۹۴ ټنهاصلاح شویو غنمو وېش هم عملاً پیل شو.

XS
SM
MD
LG