د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر واؤرین غره ساېکل چلول ګران کار دی: ثمر خان


نن راسره په پروګرام کې ثمر خان مېلمنه ده. ثمر خان چې له دیر سره تعلق ساتي، په پاکستان کې یې په سایکل چلونه کې ریکارډونه جوړ کړي دي

ثمر خان له اسلام اباد نه تر چین پورې د سایکل چلولو ریکارډ لري. د ۲۰۱۶م کال د اګست په میاشت کې هغې په ګلېشیر یا واورین غره د سایکل چلولو قامي ریکارډ جوړ کړی دی.

ثمر د ټرو ډراپس نومي تنظیم یوه استازی هم ده. دغه تنظیم د وینې ورکولو لپاره یو داسې سسټم جوړ کړی دی چې د وینې د ضرورت په وخت د ویني عطیه ورکوونکي او د هسپتالونو تر منځ رابطې جوړې وي. د دې تر څنګ ثمر د مارشل ارټس بېلا بیل کورسونه هم کوي.

د سروی پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده. دغه پروګرام تاسو هره اوونۍ د نهې په ورځ د مازیګر په څلور نیمې بجې په ژوندۍ بڼه او د خالي په ورځ په درې نیمې بجې په تکراري بڼه اورېدلی شۍ

پر واؤرین غره ساېکل چلول ګران کار دی: ثمر خان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG