علني محکمه چې د تریزو د قاضي عتیق الله هودخېل په مشری جوړه شوې وه، موظف څارونوال قاضي ته پر تورن کس لګیدلي تورونه او نور شواهد وړاندې کړل.
وروسته په محکمه کې د تورن کس مدافع وکیل د یاد کس دفاعیه ولوسته.
قاضي د تورونو د اوریدو او شواهدو تر کتو وروسته تورن کس ته د اته کاله بند سزاء واوروله.
د تریزو د ابتدایه محکمې رييس قاضي عتیق الله هودخېل مشال راډیو ته وویل:
((تورن کس د میزان په دویمه د شپې لخوا یو بل کس په ملګرتیا اکبر الله د جهان میر زوی سره یو ځای د یو کور څخه دوه میله کلاشینکوف، د مرمیو شارجورې، یو یوولس ډزی ټوپک او د کور نور شیان غلا کړي وو، چې د کور د مالک له لوري همدا موسی نو می لاس په لاس نیول شوی او دویم کس به فرار بریالی شوی وو.))
عتیق الله هودخېل زیاته کړه، د دویم کس هم د پولیسو تر څار لاندې دی، تر څو نوموړی هم ونیول شي.
ده وویل، په حبس محکوم شوی کس کولای شي، په قانوني موده کې د ابتدایه محکمې پر حکم اعتراض وکړي او د دویمې او دریمې محکمې غوښتنه وکړي.
کتونکي مجرمینو ته په علني ډول محکمو کې سزاء اورول د جرمونو د کنټرول او کمولو لپاره یوه غوره لار بولي.