د لاسرسي ځای

تازه خبر

 ننګرهار: د جنګ ځپلو لپاره امدادي کمپ ولګول شو


د جلال اباد ښار د مخابراتو څلور لارې کېګڼ شمير مدني فعالانو د کندوز، هلمند او فراه ولایتونو څخه د جنګونو له امله د بې ځایه شویو کورنيو لپاره د مرستو د راټولو خیمه لګولې ده.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو د مجتمع د دفتر مشر عبداللطیف مل شینواری په دې اړه مشال راډيو سره خبرو کې وویل:

(( په دې وروستيو بد مرغه جنګونو کې د فراه، کندوز او هلمند ولایتونو کې په ډله ييز شکل خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي، ژمی راروان دی او دوی له سخت اقتصادي ستونزو سره مخ دي. په همدې خاطر چې له دې خلکو سره مرسته شوي وي، د مجتمع دفتر د افغانستان په ټولو زونونو کې د مرستو د راټولو کمپاین پیل کړی او په دې لړ کې مو په ننګرهار کې هم دوه ورځنی کمپاین پیل کړو چې چارشنبه او پنجشنبه به دوام ولري.))

مدني فعال عبدالوحید ساپي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی هڅه کوي چې په افغانانو کې د مرستو کلتور عام کړي.

(( موږ په دې باور یو چې دا فرهنګ جوړ کړو چې افغانان څنګه له افغانانو سره مرستې وشي کړای او دا لړۍ موږ په اینده کې نورو ولایتونو ته هم پراخه کړی شوو. هغه څوک چې له ستونزو سره مخ کيږي، هغه کې په طبعی افتونو کې وي او که د داخلي جنګونو له امله وي، چې خلکو کې اګاهي راپیدا شي چې څنګه یو له بل سره مرسته وکړي،هغه که د افغانستان د هر ولایت وي.))

يو تن معیوب چې خپله مرسته يې په امدادي صندوق کې واچوله، په شتمنو خلکو غږ کوي چې خپلې مرستې له خپلو جنګ ځپلو هیوادوالو ونه سپموي.

(( نوم مې محمدامین دی، زه خپله هم یو معیوب یم، خو دا کمپ مې چې وکتو، زړه مې سخت درد وکړ او له خپل وس سره سمه مرسته مې وکړه. او ټولو خلکو ته دا پیغام دی چې دې خلکو سره مرسته وکړي.))

او یوه ماشومه نجلې چې خپله هم د مزدورۍ له پاره بازار ته راوتی وه او له خپل وس سره سمه مرسته يې له جنګ ځپلو هیوادوالو سره وکړه، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( زه سپاري شکرانه کوم، د کندوز د خلکو لپاره مې مرسته وکړه او د ټولو هیوادوالو غواړم چې دې خلکو سره مرسته وکړي.))

د ننګرهار د مدني ټولنو د مجتمع د دفتر مسوولین وايي، دوی غواړي چې په راټولو شويو مرستو خوارکي توکي او ژمني لباسونه واخلي او د یادو ولایتونو بې ځایه شويو کورنیو ته يې ورسوي.

XS
SM
MD
LG