د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ګوزڼ پر ضد درې ورځنی کمپاین پیل شو


د پوليو پر ضد د ويکسینو دغه درې کمپیان د دوشنبې يا ګل په ورځ پیل شوچې تر چارشنبې پورې به دوام وکړي. د ننګرهار د روغتیا چارواکو له ولس نه غوښتنه وکړه چې خپل هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي، د پوليو پر ضد ويکسين کړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا د کلتوي مفافیت امر ډاکټر علي ګل انتظار په دې اړه خبریالانو ته وویل:

(( دا کمپاین به په ننګرهار کې د څلور زره روغتیايي ځايي کارکوونکو لخوا پر مخ وړل کيږي. توقع ده چې په دې کمپاین کې به شپږ سوه زره، څلور نوي زره یو سل او پينځه اویا تنه ماشومان به په دې کمپاین کې ويکسين شي. له مشرانو، متنفیذینو او سپین ږیرو څخه مو هيله دا ده چې کله د دوی کورونو ته، د دوی ساحو ته او د دوی کليو او بانډو ته د پوليو ټیمونه یا کارکوونکي ورځي له هغوی سره مرسته وکړي، او هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي، ټولو ته ويکسین تطبیق کړي.))

دی وايي چې په تيره دوره کې په کوټ، هسکه مېنه، نازیان او اچين ولسواليو کې ۲۵ زره ماشومان د بد امنيو له امله د ويکسینو له څاڅکو پاتې شوي وو، خو هڅه به وکړي چې په د کمپاین په دې دوره یو ماشوم هم د ویکسینو له څاڅکو پاتې نه شي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالظاهر حقاني وویل چې دوی په رسمي توګه ټولو ولسواليو کې خطیبانو ته مکتوبونه ليږلي چې خلک د ویکسینو په اهمیت وپوهوي.

(( په ولسواليو کې مو خطیبانو ته رسمي اطلاع ورکړې چې هیوادوال په دې وپوهوي چې ماشوم ته ویکسین ضروري دي او پلار او مور مسوولیت لري، څرنګه چې حکومت د دې اسباب او وسایل موږ ته برابروي، موږ مجبور او مکلف یو چې خپلو ماشومانو ته ویکسین تطبیق کړو.))

يو تن چې خپل ماشومان يې د ویکسینو لپاره راوستې وو، له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه د پوليو پر ضد ويکسین کړي.

(( محمد شاه مجروح یم، خپل ماشوم مې راوستی و او د پوليو پر ضد ویکسین مې ورته تطبیق کړل، زما د ټولو پلرونو نه دا تمه ده چې خپلو ماشومانو ته د پوليو په ضد د ويکسینو دوه څاڅکې تطبیق کړي.))

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۶ کال له پيله تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پوليو اته پېښې تثبیت شوي چې څلور په کونړ ولایت کې، دوه په پکتیکا کې، يوه په هلمند او یوه هم په کندهار ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG