د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي فعالان: په امنو سیمو کې دې پارلماني ټاکنې وشي


د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو ټولنیزو سازمانو غړي او روڼ اندي د افغان حکومت غوښتنه کوي، چې په امنو سیمو کې دې د ولسي جرګې لپاره حوزوي ټاکنې ترسره کړي.

دوی زیاتوي، د ولسي جرګې کاري موده ډېره مخکې پای ته رسیدلې او د کار دوام يې د ولسي جرګې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د دوشنبې په ورځ یو شمېر مدني فعالان، قومي مشران، روڼ اندي او ځوانان چې په ټاکنو او نورو ملي بهیرونو کې د ګډون لپاره د خلکو د هڅونې په موخه په یوه غونډه کې راټول شوي ول، ټېنګار لاره چې پارلمان د ولسواک نظام یو اساسي رکن دی او د خلکو په منځ کې يې باید باور زیانمن نشي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد محمدخان نیازی د پارلمان لپاره د انتخاباتو د اړتیا په باب مشال راډیو ته وايي:

((موږ د اوسني حکومت مشرتابه ته په احترام له دوی هیله کوو، چې په هغو سیمو کې دې د انتخاباتو زمینه مساعده کړي، چې امن په کې وي، تر څو نوي کسان له خلکو د باور رایه واخلي، شته پارلمان چې دی په قانوني او حقوقي لحاظ هم باور يې زیانمن کیږي، نو موږ باید انتخاباتو ته ولاړ شو تر څو نوي وکیلان وټاکو.))

د خوست د ولایتي شورا یو تن غړی اضغر اکاخېل هم له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې په امنو سیمو کې دې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې وکړي.

اضغر اکاخېل زیاتوي:

((پارلمان د یو ډیموکراټیک حکومت د مشروعیت او پېژندګلوی لپاره اساسي ارګان دی، دا چې د دې ولسي جرګې د کار موده سرته رسیدلې ده، موږ د دولت نه غوښتنه کوو، چې په امنو ولایتونو کې دې حوزوي انتخابات وکړي.))

د خوست یو تن ځوان مدني فعال کبیر مشفق وايي، په راتلونکې کې یو ښه او ژمن پارلمان کولای شي، د هېواد سیاسي او امنیتي ناخوالو ته مناسبې حل لارې ومومي.

کبیر مشفق وړاندې وايي:

((سره لدې چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې دا اوس هم جګړې روانې دي، خو بیا هم خلک د دې غوښتونکي دي، چې پارلمان او حکومت باید د ټاکنو له لارې وي، چې په امنو ولایتونو کې زمینه شته نو هلته باید انتخابات وشي، تجربو ښودلې چې دا ځل به هغه کسان پارلمان ته لاره پیدا کوي چې هغوی د ولس خدمتګاران وي او د ولس په زړونو کې ځای ولري، کچیرې موږ نوی یو ښه او ژمن پارلمان ولرو، د هېواد او هېوادوالو ناخوالو ته به د حل مناسبې لارې چارې پیدا کړای شي.))

د چارو کار پوه انجینر محمد شریف وايي، کچیرې د ټاکنو له لارې نوې ولسي جرګه جوړه او په فعالیت پیل وکړي، نو ممکنه ده، چې د هېواد شته امنیتي ستونزو او نورو سیاسي او اقتصادي ناخوالو د کمولو لپاره ځنې معقولې لارې طرحه کړي، خو کچیرې په پارلماني ټاکنو کې تر دې زیات ځنډ رامنځته کیږي، نو دا هېواد نور هم ناخوالو لوري ته ځي او د خلکو ستونځې پسې ډېریږي.

XS
SM
MD
LG