د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز ګوند مرکزي حکومت ته د لانګ مارچ دړکه ورکړې


کراچۍ: د پاکستان پیپلز ګوند ولسي غونډې ته بلاول بوټو زرداري وینا کوي. ۱۶م اکتوبر۲۰۱۶
کراچۍ: د پاکستان پیپلز ګوند ولسي غونډې ته بلاول بوټو زرداري وینا کوي. ۱۶م اکتوبر۲۰۱۶

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري مرکزي حکومت ته دړکه ورکړې که د هغوي غوښتنې يې ونه منلې نو د دسمبر پر اووه ويشتمه به د اوږدمهاله لاريون يا لانګ مارچ اعلان کوي

په دغه غوښتنو کې چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د وړومبۍ ټول ګونديزې غونډې فیصلې عملي کول، مستقل خارجه وزير ټاکل، د پارليمان قامي سلامتيا کمېټه ټاکل او د پاکستان پيپلزګوند پاناما قانون منظورول شامل دي.

پيپلز ګوند د اتوار په ورځ د ۲۰۰۷م کال د اکتوبر د مياشتې پر اتلسمه د هغه وخت د ياد ګوند مشرې بېنطير بوټو باندې شوي بريد او په دغه بريد کې د وژل شوو په ياد کې لويه مظاهره د سلام شهدا رېلۍ په نوم وکړه چې د کراچۍ ښار له بلاول څلور لارې پېل شوه او هم د بريد پر ځای يعنې پر "کارساز" پای ته ورسېده.

مظاهرې ته په خپله وېنا کې د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پر مرکزي حکومت نيوکې وکړې او ويې ويل چې قامي اېکشن پلان د ټول ملک لپاره جوړ شوی وو خو مرکزي حکومت يې په عملي کولو کې ناکامه شوی دی اوس بايد د پارلېمان يوه قامي څارندويه کمېټه وټاکل شي چې د قامي اېکشن پلان عملي کولو څارنه وکړي.

(زموږ له ميا صېب سره کومه ذاتي دښمني نشته خو د ميا صېب د حکومت، معاشي او خارجي پاليسيانو سره مو لوی اختلاف دی، مرکزي حکومت په قامي اېکشن پلان عملي کولو کې په مکمله توګه ناکامه شوی دی، په کراچۍ، بلوچستان او قبايلي سيمو کې پوځي عمليات روان دي. قامي اېکشن پلان خو د ټول هېواد لپاره وو نو بيا په نورو سيمو کې پرې عمل ولې نه کېږي))

بلاول بوټو زرداري وويل چې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه کومې اندېښنې راپورته شوي مرکزي حکومت دې هغه ختمې کړي ځکه چې دا يوه قامي منصوبه ده او مرکزي حکومت دې په دې اړه شوي ټول ګونديزې غونډې په فیصلو عمل وکړي. له دې سره سره وفاقي حکومت دې زر تر زره د ملک خارجه وزير وټاکي او که داسې و نه شوه نو دوی به په لاړکانه کې د دسمبر پر اووه ويشتمه کېدونکې غونډه کې د یوه اوږده لاريون يا لانګ مارچ اعلان کوي.

((د قامي يووالي لپاره دې مرکزي حکومت زموږ څلور غوښتنې ومني، وړومبۍ د پارلېمان د قامي سلامتيا کميټه بيا جوړول، دویمه دا چې د پيپلز ګوند پاناما قانون دې منظور کړل شي، درېیمه دا چې د اصف علي زرداري له خوا شوې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه شوې د ټول ګونديزې غونډې فېصلې دې عملي کړل شي او څلورمه دا چې په ملک کې دې خارجه وزير وټاکل شي، ميا صېب که زموږ دا غوښتنې و نه منلې نو نن ورته زه دا وايم چې د دسمبر پر اووه ويشتمه به زه په ګړي خدابخش کې د لانګ مارچ اعلان کووم))

بلاول بوټو زرداري وويل چې که ولس يې مرسته وکړي نو هېواد له ترهه ګرۍ پاکولی شي او زياته يې کړه چې د اکتوبر پر دېرشمه به د هندو ټولنې سره ديوالي په شريکه لمانځي او ټولې نړۍ ته به ښيي چې د دوی ګوند د ټولنې هر وګړي، هر مسلک او هر مذهب سره تعلق لرونکيو سره يو رنګ سلوک غواړي.

بلاول بوټو په ګاونډي هېواد هند هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې په کشمير کې روان د ظلم پرضد به دوی په هر ځای کې اواز پورته کوي.

XS
SM
MD
LG