د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیاوالو د ولسمشر غني کړنې وستایلې


پکتیا کې د غونډې یوه څنډه
پکتیا کې د غونډې یوه څنډه

د یکشنبې په ورځ د پکتیا ګڼو مدني فعالانو، قومي مخورو او روڼ اندو د افغان ولسمشر د داخلي او بهرني سیاست ملاتړ وکړ او د هېواد د پرمختګ لپاره يې دده اساسي کارونه وستایل.

د غونډې ګډونوالو په دې وروستیو کې د سرتاسري سولې لپاره د افغان ولسمشر دهڅو یادونه وکړه او یو شمېر هغه زیربنايي پروګرامونه او پروژې يې هم ارزښتناکې وبللې، چې پدې وروستیو کې د ولسمشر لخوا تر کار لاندې نیول شوي دي.

پکتیا کې د ولسمشر په ملاتړ غونډه
پکتیا کې د ولسمشر په ملاتړ غونډه

یاده ستاینغونډه چې د پکتیا پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د غونډې یو تن تابیا کوونکي د ولایتي شورا غړي محمدرحمن قادري مشال راډیو ته وویل، د ولسمشر ستاینه د دې لپاره نه کوي، چې پکتیاوالو ته يې په فوق العاده توګه کوم څه کړي دي، بلکې د ولسمشر هڅې ټولو افغانانو لپاره په یو ډول ګټورې او اغېزناکې دي.

محمدرحمن قادري وايي:

« پکتیاوالو دا اقدام وکړ چې خپل رييس جمهور وستايي، په ځانګړي ډول هغه زیربنايي پروژې چې د هېواد په کچه يې ارزښت لاره او تېرو مشرانو د پرانیستې کچې ته نه وې رسولې، اوسني ولسمشر هغه پروژې پلې کړې.»

د پکتیا اوسیدونکی قاري خواجه الدین بیا د سولې لپاره د ولسمشر هڅې یادې کړې او له وسلوالو طالبانو يې وغوښتل چې د حزب اسلامي په شان بین الافغاني مذاکراتو او خبرو اترو ته غړه کیږدي.

قاري خواجه الدین زیاته کړه:

« موږ د سولې لپاره د ولسمشر هلې ځلې ستایو، په ځانګړي ډول د حزب اسلامي سره د سولې لپاره د لارې د برابرولو حمایت او ملاتړ کوو. طالبانو باندې هم غږ کوو، چې دوی دې هم بین الافغاني سوله وغواړي. »

مدني فعال فرید احمدزی د ولسمشر کړنو ته په کتو نوموړی د افغانانو لپاره یو ښه مشر یاد کړ:

« د پکتیا د ولایتي شورا وکیلانو، ځوانانو، مدني فعالانو نن چې د ولسمشر لپاره کوم ستاینغونډه جوړه کړې وه، لدې کبله وه چې د ولسمشر تېرې کړنې موږ ته د قبول وړ دي، موږ پدې باوري یو چې نوموړی د دې هېواد لپاره یو ښه ولسمشر دی.»

د پکتیا یو بل تن مدني فعال د ولسمشر بهرنی سیاست او د نړیوالې ټولنې د ډېرو مرستو راجلبول وستایل:

« نوم مې انور مراد دی، د پکتیا ولایت اوسیدونکی یم، نه یواځې د ولسمشر کورنۍ سیاست د ستاینې وړ دی، بلکې بهرنۍ سیاست يې هم د قدر وړ دی، ښې لاسته راوړنې لري، په کمه موده کې يې ډېر کمکونه راجلب کړل، نړیوال يې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول، نو موږ د ولسمشر هر اړخیز ملاتړ کوو.»

د غونډې ګډونوالو له ولسمشر د هغو ژمنو عملي کول هم وغوښتل، چې پکتیاوالو سره يې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پر مهال کړې وې.

ګډونوالو حوزوي روغتون ته د ګردیز د سل بستریز روغتون لوړول، پکتیا ته د انتقالي برېښنا لېږد، د مچلغو بند جوړول، او د پټان د لارې ترانزیټ کېدل خپلې مهمې او اساسي غوښتنې یادې کړې.

XS
SM
MD
LG