د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پلټنو تر بشپړېدو المېډا له هېواده بهر نشي تللای


پراګ - د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د اکتوبر پر ۱۳مه، ماښام مهال، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، حکومت مجبوره شو چې د ډان ورځپاڼې خبریال نوم د وتلو بندیز کسانو په لېسټ کې واچوي.

ده تور پورې کړ چې د سیریل المېډا خبر د پاکستان د دښمنانو نظر یا حکایت بیاناوه:

"دا خبر زموږ د دښمنانو حکایت یا بیانیه ده. او دا زه نه وایم، هندوستان ټایمز ورځپاڼه ولولئ، انډیین اېکسپرېس ولولئ، دي هندو ولولئ، ټایمز اف انډیا ولولئ، ټول هندي ټېلېوېژنونه وګورئ، د هند یو پخوانی پوځي جنرال دی، د هغه خبرې واورئ، هغوی څه وویل؟ هغه وویل، هند چې څه ویل، هغه [د المېډا له خبر سره] سم ثابت شو."

د اکتوبر پر شپږمه نېټه، د ډان ورځپاڼې خبریال سیریل المېډا په خپل رپورټ کې وویل چې په وروستیو کې په اسلام اباد کې یوه غونډه شوې چې پکې د هېواد لوړپوړي حکومتي، امنیتي او استخباراتي چارواکي ناست ول. په خبر کې راغلي، ملکي چارواکو د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر جنرال رضوان اختر ته وویل، د ناسمو تګلارو له کبله پاکستان په نړیواله توګه د یوازیتوب په حال کې دی او دا چې کله ملکي ادارې د سختدریځو پر ضد اقدامات کوي نو استخبارات پکې لاسوهنه کوي.

د المېډا په خبر کې راغلي ول چې ملکي او امنیتي چارواکي سره سلا شول چې اوس که حکومت د وسله والو پر ضد اقدامات کوي، نو استخبارات به یې په چارو کې مداخله نه کوي او په دې موخه به جنرال اختر او د ملي امنیت سلا کار ناصر جنجوعه ټولو صوبو ته سفر کوي.

چودري نثار علي خان خبري غونډې ته وویل، دوی غوښتل چې په څو ورځو کې پلټنې بشپړې کړي چې چا دا خبر ورکړی دی خو چې دوی پوه شول چې المېډا له هېواده بهر ځي نو د هغه نوم یې په لېسټ کې واچاوه:

"په دې قضیه کې به د هېچا نوم د ممنوع الخروج کسانو په لېسټ کې نه وای اچول شوی. خو په کومه ورځ چې د پوښتنو ګروېژنو اعلان وشو نو د هغې په بل سهار وختي [سیریل المېډا ] له هېواده د بهر تګ تکل کړی وو. د دې صاحب نوم به هم په دې لېسټ کې نه وای. موږ غوښتل چې په څلورو، پینځو ورځو کې پلټنې بشپړې شي او موخه مو پر هېچا بندیز لګول نه ول. زه تاسې ته وایم، هغه ټول کسان چې [د دې خبر] په حواله یې نومونه راغلي، هغه د پلټنو پر مهال له هېواده بهر نشي تللای. "

چودري نثار علي خان زیاته کړه چې د خبریال سرچینو هم د خبر جزییات رد کړي. خو ډان ورځپاڼې څو ورځې مخکې لیکلي ول چې د سیریل المېډا د خبر ټولې برخې یې څېړلې وې، د هغوی کره والی یې ثابت کړی وو او بیا یې خبر خپور کړ.

د بشري حقونو او خبریالانو پاکستانیو او نړیوالو ټولنو د حکومت پر اقداماتو تنقید کړی او پر اسلام اباد یې غږ کړی چې د بیان ازادۍ درناوی دې وکړي او د سیریل المېډا نوم دې د هغو کسانو له فهرسته وباسي چې له هېواده په وتلو یې بندیز دی.

XS
SM
MD
LG