د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه په ډېریدو ده


د لوګر ولایت یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، چې د مسلکي او لوړو زده کړو لرونکو ښځو ته تر اوسه د کار مناسب شرایط ندي برابر شوي.

دوی زیاتوي، موجوده امنیتي ستونځې او په لوړو پستونو کې د ښځو نشتون هم د دې لامل شوی، چې د ښځو قشر په حکومتي ادارو کې په زیاته اندازه کار کولو ته زړه ښه نه کړي.

بل لوري ته د لوګر چارواکي د پخوا په پرتله د حکومتوالۍ په چارو کې د ښځو ونډه ډېره بولي او وايي، چې د ښځو د پراخه ګډون مخه امنیت نه بلکې ځنو ناسمو دودونو نیولې ده.

د نادیې په نوم د لوګر یوه تنه مدني فعاله مشال راډیو ته د کار او زده کړو په برخو کې د ښځو پر وړاندې ځني ستونزې داسې په ډاګه کوي:

((ښځې د ټولنې یو وزر او نارینه د ټولنې بل وزر دی، یانې که دولتي ادارو کې ښځو ته وظیفې ورکړل شي، نو طبعاً به زموږ ټولنه ډېر پرمختګ وکړي، خو دلته ستونځې ډېرې دي داسې ښځې شته، چې لوړې زده کړې لري مګر د کار زمینه ورته نه برابریږي، اکثریتو ځایونو کې لوړ پستونه نارینه وو ته ورکول کیږی، دلته امنیت هم دومره ښه ندی چې ښځې په ډاډه زړه وظیفو ته ولاړې شي.))

د لوګر د ولایتي شورا غړی حسیب الله ستانکزی وايي، چې محیطي او امنیتي ستونځو په حکومتي ادارو کې د ښځو د ډېرې ونډې مخه نیولې ده.

دی هم وړاندیز کوي، چې باید د ښځو لپاره د کار او زده کړو یو مناسب چاپیریال برابر شي.

د ښځو چارو رييسه شیما زرګر وايي، دوه کاله وړاندې یواځې اته سلنه ښځو د پوهنې او روغتیا په سکټورونو کې دندې درلودې، خو اوسمهال په نورو ادارو کې هم دوی دندې اخیستي دي.

نوموړې هیله څرګندوي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به په حکومتي ادارو کې د ښځو سهم دېرش سلنه ته لوړ شي.

شیما زرګر زیاتوي:

((هغه ارقام چې موږ د ۹۳ او ۹۴ یم لمریز کال څخه لرو، د لوګر په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه اته سلنه وه، پخوا یواځې د پوهنې او روغتیا په برخو کې ښځو دندې اجراء کولې، خو اوس که درته ووایم چې په نورو حکومتي ادارو کې دوی په دندو بوختې شوي او ورځ تر بلې د دوی لیوالتیا ډېریږي، او د نبپا د ملي پروګرام پر اساس چې تر راتلونکو دوو کلونو باید د ښځو ونډه په حکومتي ادارو کې دېرش سلنې ته لوړ شي، پدې اړه د ښځو چارو ریاست هم جدي کار کوي.))

د لوګر د ښځو چارو رييسې په وینا، د هغو ښځو لپاره د کار زده کړې پروګرامونه نیولي، چې له دوولسمو ټولګیو، د مسلکي زده کړو له مراکزو یا پوهنتونونو فارغې شوي دي، هغوی د یو کال په جریان کې له دندو سره بلدیږي او وروسته بیا په هماغو ادارو کې رسمي دندې اخلي.

دې دندو سره د ښځو لیوالتیا ته په کتو وايي، چې په حکومتي ادارو کې د هرې ورځې په تېریدو د ښځو ونډه ډيريږي او په راتلونکو دوه، درې کالونو کې به په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه د پام وړ وي.

د لوګر والي حلیم فدايي وايي، امنیت په حکومتي دندو کې د ښځو د پراخه ګډون مخه نده نیولې بلکې ستونره تر ډېره د ځنو ناسمو دودونو له کبله ده.

د لوګر والي زیاتوي:

((اوس په لوګر کې موږ ۴۹۱ ښځینه کارمندانې چې په هغه کې ښوونکې هم شاملې دي لرو، اوس په ښاروالۍ، د ولایت په مقام کې، همدارنګه په پوهنتون او نورو اداراتو کې د ښځو قشر عملاً کار کوي، په مجموع کې د ښځو د کار او زده کړو پر وړاندې ستونځه عنعنوي او دودیزه ده او دا له امنیت سره ډېر تړاو نلري.))

د لوګر والي وړاندې وايي، د نارینه وو په شان د ښځو زده کړې هم د ټولنیز ژوندانه د هر ډګر لپاره که هغه معارف دی، که د روغتیا سکټور دی، سیاست دی او که مدني فعالیتونه دي اساس بلل کیږي.

د لوګر والي حلیم فدايي زیاتوي، دوی د بدلون، اصلاحاتو او پرمختګ لپاره اراده او پلان لري، خو دا پروسه په یوه ورځ کې نه بشپړیږي، دا کار په اوږده مهال کې د دودونو او رواجونو سمونې، په ادارو کې اصلاحاتو او له دین څخه د سهي او سم برداشت دودولو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG