د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالانو د سیرل المیډا ملاتړ وکړ


د پاکستان انګريزې ژبې ورځپاڼې ډان خبريال په سيرل المېډا له هېواده پر وتلو د بندېز لګولو پاکستان صحافتي تنظيمونو او بشري حقونو ادارې غندنه کړې۔

د سيرل الميډا بندېز په اړه د اسلام اباد پنډۍ خبریالانو ټولنې او د اسلام اباد پريس کلب پخواني مشر شهريار خان وايي چې د يو خبريال په باب داسې قسمه فيصله که چرې يو پوځي آمر کړې وای نو د حيرانتيا خبره نه وه خو د يو جمهوري حکومت داسې فيصله کول د افسوس خبره ده۔

(حکومت دا ډېر سخت ګام پورته کړی دی داسې قسمه فيصله نه وه کول پکار۔ د يو جمهوري حکومت لخوا داسې قسمه فيصلي مخي ته راتلل بلکل مناسبه نه لګي۔ خبر صحي وو که غلط او چا ليکلی وو او د دې تر شا مقصد څه وو دا هر څه به په ورو ورو مخې ته راشي خو په يو خبريال دا قسمه بندېز لګول سمه نه ده۔ او د افسوس خبره خو دا ده چې د کومې صحافتي آزادۍ موږ ذکر کوو نو هغه آزادي موږ ته لا نه ده ميلاو شوې۔)

نوموړي په وينا چې څه غلطي د خبريالانو او ادارو هم وي چې ځيني وختونو کې د خپل خبر پر ځايې د قامي مفاد خيال هم ساتل پکار دې خو دوې لپاره صحافتي تنظیمونو له به کار کول وي او د ټولو نه مهم دا چې ژورناليستانو ته به په خپلو کې تقسيم ختمول وي او يوکېدل به وي چې دا شان په داسې حالاتو کې د خپل حق لپاره آواز اوچتولی شي۔

هغه زياته کړه چې په پاکستان کې د جمهوريت لپاره مطبوعاتو او خبريالانو تل قربانۍ ورکړې دي خو د حکومت لخوا له خبريالانو سره دا ډول چلند سم نه دی۔

(زموږ د مېډيا کسانو په ۱۹۷۷م کال کې د ضياءالحق د مارشل لاء خلاف هم آواز اوچت کړی وو، کوړې او د بند سزاګانې ورته ميلاو شوې وې خو بيا يې هم دا اراده کړې وه چې کله به هم په خپله صحافتي آزادۍ سمجوته نه کوي۔ نو جمهوري حکومت خو دې اول په خپله دا فيصله واپس واخلي او تر هغه ورستو موږ ته به هم یوڅه اصول جوړول وي چې دا وخت موږ د کوم صورتحال ښکار يو او څه کردادر پکار دی۔ نو په دې باب به صحافتي تنظيمونو ته خپل کردار اداکول وي چې دا وخت د قامي مفادو هم خيال کول دي او د خپلې صحافتي آزادۍ هم.)

د پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټ هم د دې خبرې غندنه کړې او ويلي یې دې چې دا ګام د پاکستان آیين ارټيکل 19 سرغړونه ده چې د رایې اظهار حق ورکوي۔

بلخوا د پاکستان بشري حقونو ادارې د سيرل الميډا د هيواده بهر تللو بندېز په فيصله اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان بشري حقونو ادارې چارواکي شير محمد خان مشال رېډيو ته وويل چې که حکومت ته د دې خبر په اړه تشويش وي نو قانوني لارې دې خپلې کړي۔او د قانون او نړيوال صحافتي ضابطو مطابق دې کاروايي وکړې خو څوک دې د ذاتې مفاد نښه نه جوړه وي۔

د بښنې نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنېشنل هم د سيرل الميډا نوم په ای سي اېل کې د اچولو غندنه کړې او په پاکستان حکومت یې غږ کړی چې دا بندېز دې زر تر زره لیرې کړل شي او مطبوعاتو ته دې اجازت ورکړل شي چې په آزاده او له خطره پاک چاپېریال کې کار وکړي۔

ياده دې وي چې د اکتوبر په اوومه نېټه په ډان ورځپاڼه کې سيرل الميډا دا راپور ورکړی وو چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو خلاف کاروايي کولو په باب پوځي او سياسي مشرانو ترمينځه اختلافات دي خو دواړو مشرانو دغه راپور رد کړی وو۔ تر هغه ورستو خبر يال سيرل الميډا پر خپل ټويټر کښلي ول چې د پاکستان حکومت ورباندې بهر ته پر تګ بنديز لګولی دی خو د حکومت لخوا په رسمي توګه د سيرل الميډا له هيواده بهر تللو بندیز په اړه هېڅ بيان مخې ته نه دی راغلی۔

XS
SM
MD
LG