د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عاشورې مراسمو لپاره ټینګ امنیت نیول شوی


د پېښور، کوټې او اسلام آباد پشمول د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د نهم او لسم محرم پرمهال د امنیت لپاره ټینګ ګامونه پورته کړل شوي.

د خېبر پښتونخوا پولیس چارواکي وايي په صوبه کې یې دوولس ولسوالۍ حساسې ګرځولې دي او د امنیت لپاره یې ځانګړي اقدامات کړي دي. د هنګو ټوله ضلع یې حساسه ګرځولې ده چې پکې د چارواکیو په وینا د پولیسو مرستې لپاره پوځي او نیم پوځي ځواکونه هم ګمارل شوي دي او د جلوسونو له ځایونو سره جوخت موبایل فون سروس به هم بند وي.

د محرم امنیت په لړ کې د دوشنبې ورځ د پېښور کور کمانډر هدایت الرحمان د هنګو دوره هم وکړه او هلته یې له ځايي عالمانو سره د امنیت په ټینګ ساتلو خبرې وکړې.

د یادې ضلعې د پولیسو مشر شاه نظر د دوشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل چې د هنګو ښار په کومو برخو کې چې امام باړې دي او په کومو لارو چې د شیعه ګانو جلوسونه تېرېږي د هغوی حفاظت لپاره ځانګړي اقدامات شوي دي.

د محرم نهمې او لسمي ماتمي جلوسونو لپاره د پېښور ښار تړل شوی دی او د پېښور صدر خېبر بازارکیسه خوانۍ او کوهاټۍ سره نزدې ټول بازارونه د دوو ورځو لپاره تړل شوي دي او پېښور صدر او د پېښور مرکز ته ننوتې ټولې لارې تړل شوي دي.

د محرم نهمې او لسمې لپاره په پېښور څمکنو کې د افغان کډوالو د ستنېدلو مرکز هم د دوو ورځو لپاره تړل شوی دی او افغانستان ته په تورخم پوله د کډوالو د تګ راتګ عمل ودرول شوی دی.

د بلوچستان اعلا وزیر د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې د محرم الحرام پرمهال امنیت د خوندي ساتلو لپاره پر پورته شویو ګامونو ډاد ښودلی او امنیتي ادارو ته یې د لا نورو کلکو ګامونو پورته کولو غږ کړی دی.

بل خوا د بلوچستان مذهبي عالمانو ویلي دي، ولس ته پکار ده چې د حضرت امام حسېن قربانیانو ته په کتو په خپلو کې ورورګلوي ته دوام ورکړي.

د کوټې پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه په ویناچې په کوټه کې یې د ۱۰ م محرم د جلوس لپاره ۷ زره پولیس ګمارلي دي. دغه ډول به له بره په الوتکو د جلوس څارنه کېژي او ټوله ورځ موبایل فون سروس هم بند وي.

نن د محرم نهمه او سبا لسمه نېټه ده. دا ورځې ټول مسلمانان د حضرت امام حسین شهادت ته په عقیدت او احترام نمانځي او شیعه ګان په دې ورځو کې ځانګړي ماتمي جلوسونه کوي.

XS
SM
MD
LG