د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د ډان ورځپانې خپور شوي رپورټ رد کړی


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف تېره اونۍ د قامي سلامتي کمېټۍ په غونډه کې د شویو خبرو اترو په اړه ډان ورځپاڼه کې د خپور شوي رپورټ نوټس اخیستې او ویلي یې دي چې په دې کې د ککړو کسانو پر ضد دې کارروايي وکړل شي.

د دوشنبې په ورځ د وزيراعظم هاوس لخوا جاري شوي یو بیان کې راغلي چې د ګل په ورځ د پوځ مشر جنرل راحيل شريف او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشرجنرل رضوان اختر له وزيراعظم نواز شريف سره ملاقات وکړل چې پکې د داخله چارو وزير چوهدري نثار علي خان او د خزانې وزير اسحاق ډار هم موجود و.

د دې بیان ترمخه په دې ملاقات کې موجود ټول مشران په دې متفق وو چې په دغه رپورټ کې هېڅ حقیقت نشته او دا ډول رپورټ خپرول قامي سلامتي له خطر سره مخامخوي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د ډان ورځپاڼې د مشر د ټویټیر پیغام په حواله لیکي چې ډان ورځپانه اوس هم د دغه رپورټ په حواله په خپل دریځ ولاړه ده.

یاده دې وي چې په ورستیو کې د ډان ورځپاڼې په یو رپورټ راغلي وو چې وفاقي حکومت پوځي چارواکو ته ویلي که د ټولو وسله والو ډلو پرضد ګامونه پورته نه کړي نو هېواد به په نړیواله کچه د یوازې کیدو له خطر سره مخا مخ شي.

XS
SM
MD
LG