د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا کډوالو کېمپونو کې د ووټونو اچولو بندوبست کېږي


پاکستان الېکشن کمېشن ویلي د تېر ځل په پرتله یې دا ځل په عامو ټولټاکنو کې د بې کوره شویو قبایلي ولس د زیاتې برخې اخیستو لپاره له اوسه تیاری نیولی دی او په کېمپونو کې به د ووټونو اچولو پوره پوره بندوبست کوي.

اسلام اباد کې الېکشن کمېشن نن د ګل په ورځ جاري شوي یو بیان کې ویلي دي د کال دوه زره اتلسم په عامو ټولټاکنو کې له قبایلي سیمو بې کوره شوې خلکو د زیات ګډون لپاره یې له اوسه کار شورو کړی او دوی غواړي چې په دغه موقع څومره هم په کېمپونو کې بې کوره شوي خلک دي چې خپل ووټ ورکړي.

له مشال راډیو سره خبرو کې د الېکشن کمېشن مېډیا افسر خورشید عالم وویل چې د چیف الیکشن په مشرۍ د فاټا او د خیبر پښتونخوا الېکشن کمېشن د چارواکو ترمېنځ غونډه کې ویل شوي راتلونکیو عامو ټولټاکنو کې قبایلي سیمو ته خصوصي پاملرنه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

(تېر ځل هم انتظامات شوي ول خو دا ځل الیکشن کمېشن فیصله کړې چې غوره انتظامات به کوي او د دې لپاره یې له اوسه کار شورو کړی دی.)

یاده دې وي د کال دوه زره دیارلسم ټولټاکنو کې د قبایلي سیمو امیدوا رانو تور لګولی وو چې د قبایلي سیمو د بې کوره شویو په کېمپونو کې يې د ووټونو اچولو لپاره څه خاص انتظامات نه وو کړي.

د الېکشن کمېشن په دې اعلان باندې له کرمې د قامي اسمبلۍ پخواني غړي منیر خان اورکزي د مشال راډيو د پوښتنو په ځواب کې وویل:

(تېر ځل خو په کرمه اورکزیو او باړه کې انتظامات شوي و خو تاسو له الېکشن کمېشن وپوښتئ د این ای اته دیرش د فاټا یوه حلقه ده په هغه کې ولې يې د درو نیمو کالو تېرېدو باوجود ټولټاکنې ونه کړې.)

له مشال راډیو سره په خبرو کې د اورکزو نه د قامي اسمبلۍ لپاره امېدوار حبیب نور وویل که الېکشن کمېشن دا اعلان عملي کړو نو له دې به قبایلیو ته ډېره ګټه ورسي:

(موږ د الېکشن کمېشن د دې ګام او اعلان هرکلې کوو او دا مسله راپورته کړې هم متحده قبایلي پارټۍ ده نو اوس چې دوی دا اعلان وکړ دا ښه ګام دی خو باید چې الیکشن کمېشن څه رنګ د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر اوسېدونکو ته د ووټونو حق ورکوي چې چېرته هم یې ووټ ورکولی شي نو پکار ده چې قبایل چرته هم وي که هغه په کراچۍ، لاهور یا په پنډۍ اسلام اباد کې وي چې د ووټونو ورکولو حق ورته ورکړل شي چې خپل امېدوار ته ووټ ورکولی شي.)

له قبایلي سیمو د قامي اسمبلۍ امېدوارانو له حکومته بیا بیا واره غوښتنه کړې چې تر راتلونکیو ټولټاکنو وړاندې دې قبایل له خیبر پښتونخوا سره ګډ کړي چې دوی د صوبایي اسمبلۍ د چوکیو لپاره هم په ټولټاکنو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG