د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشریز بحث: ټرمپ پر هیلري سخت ورغلی


د امريکا د جمهوري رياست انتخاباتو لپاره د ډيموکراتانو کانديدې هیلري کلینټن او د ریپپلیکنو کانديد ډونالډ ټرمپ نن (یکشنبه) په يوه تاوجن بحث کې پر يوه بل سختې نیوکې وکړلې.

ټرمپ هوډ وکړ، که په ټاکنو کې بريالى شي، نو د ډموکراټانو نوماند په زنداني کړي، په ځواب کې کلینټن د ټرمپ پر کردار نیوکې وکړې او یې ویل چې دی د سپينې ماڼۍ لپاره جوړ نه دی.

د اکتوبر پر نهمه نېټه د امريکا ميزوري ايالت د سېنټ لويس ښار په واشنګټن پوهنتون کې شوې دې مباحثه کې دواړو کاندیدانو د یو بل پر کردار او ماضي یرغلونه وکړل.

د دوی ترمنځ دغه بحث د ټرمپ له اوسنۍ راوتلې ویډيو چې پکې نوموړي د ښځو موچولو، په غېږ کې نیولو او د هغوی د رضا پرته ورنژدېکېدلو د لاپو په ګډونپر روسیې، سوریې، عراق او اقتصاد خبرې اترې وشوې.

په مباحثې کې ټرمپ او کلېنټن یو بل تورن کړل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

په دې مباحثه کې د امريکا بهرنيوو چارو وزيرې هيلري کلنټن په شام کې د داعش وسله والې ډلې پر ضد کاروايي په اړه وويل چې که ولسمشره شي نو هلته به د پوځونو استولو پر ځای له کردي جنګياليوو سره همکاري زياته کړي.”زه به شام ته ځمکني ځواکونه ونه لېږم. زه فکر کوم چې دغه به يوه ډېره لويه غلطي وي. زما په خيال امريکايي پوځيان بايد ځمکې کنټرول نه کړي چې دوی به يې د قابض پوځ په توګه کوي. فکر نه کوم چې دا دې ښه ستراتيژي وي. زما په خيال د ځانګړو ځواکونو کارول چې موږ يې اوس هم استعمالوو او د په عراق کې روزونکو مثبتې نتيجې ورکړي. دا زموږ په ګټه دي. “

خو ډونلډ ټرمپ پر هیليري کلنټن نيوکې وکړي او ويې ويل چې د بهرنيوو چارو وزېرې په توګه یې کار د تنقيد وړ دی.”اوس دا سختې خبرې کوي. دا د روس ولسمشر ويلاديمير پوتين او د شام ولسمشر بشارالاسد خلاف ډېرې تېزې خبرې کوي. دا د ياغيانو په ملاتړ خبرې کوي خو ان په دې پوهيږي نه، چې ياغيان څوک دي. هر ځل چې موږ په عراق يا بل ځای کې ياغيان له منځه وړو، خلک ورته وسله وال کوو. تاسي پوهيږئ له دې سره څه کېږي؟ دوی بيا له خلکو بدتره شي. تاسي وګورئ، دې په ليبيا کې له قذافي سره څه وکړل؟ قذافي اوس نشته خو هلته ګډوډي ده. بله خبره دا ده چې داعش د تېلو یوه لویه برخه لري. تاسي کېدای شي اورېدلي وي چې هغه يو بحران وو. حقيقت دا دی هر څه چې هیلري په بهرنۍ پاليسۍ کې کړي دي، يوه تېروتنه او يو بحران وو. “

پر ټيليويژن چينلونو په ژوندۍ بڼه خپرېدونکې، دې بحث کې د توندو خبرو په کولو سره دواړو د ډونلډ ټرمپ پر هغې ويډيو چې ده پکې د ښځو په اړه جنسي خبرې کړي وي، بحث وکړ. د هيلري کلنټن له خوا د محرمو اسنادو د افشا کېدواو هغو ادعاوو ته اشاره وشوه چې روس هڅې کړي، د امريکا د انتخاباتو په سيسټم کې لاسوهنه وکړي.

د بحث پر مهال هيلري کلنټن وويل د روس حکومت د امريکايي ادارو او شخصيتونو خلاف انټرنيټي حملې کوي چې د ريپبليکن ګوند کانديد ډونلډ ټرمپ ولسمشر منتخب شي.

د نومبر اتمې نېټې تر ټاکنو مخکې کلنټن له خپل سيال ډونلډ ټرمپ سره د ولسمشرۍ په دوهمه مباحثه کې، د هغو انټرنيټي بريدونو په اړه چې واشنګټن يې تور پر مسکو پورېکوي، وويل چې دا د امريکا په ټاکنو کې د يو بهرني هېواد بې سارې مداخله ده.

ټرمپ چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په حق کې يې خبرې کړې او له مسکو سره د اوکراين بحران او شام شخړې له وجې خرابو شویو اړيکو بهترولو ملاتړ کوي، د هيلري کلنټن دغه تور احمقانه وباله. کریملن په تکراري ډول په انټرنيټي بريدونو کې لاس لرل ردوي.

په دې مباحثه کې اربپتي سوداګر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۰۵ کال پر هغې ويډيو هم ډيرې خبرې وشوې چې نوموړي پکې د ښځو په اړه پوچې او داسې څرګندونې کړي چې هغه جنسي تېری انګېرل کېدای شي. د دې ويډيو له وجې ريپبليکن ګوند يو بحران ته لاړ ځکه چې د دې ګوند ځينو ګورنرانو او قانون سازانو په څرګنده وويل چې دوی به ډونلډ ټرمپ ته رايه ورنه کړي.

په دې اړه د مباحثې په پېل کې ټرمپ په ويډيو کې کړې خبرې سرسري وبللې او ويې ويل چې دی په خپلو کړیو خبرو ویاړ نه کوي. او تر خپله راوتلې ویډیو یې د داعش راپورته کېدل او په نړۍ کې روان بدحال مهمې مسلې وبللې.

خو هيلري کلنټن د ټرمپ خبرې ډېرې سپکې وبللې او ويې ويل، دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ د مېرمنو سپکاوی کوي. ټرمپ د تېر په شان يو ځل بيا بخښنه وغوښته او ويې ويل چې دغه خبرې يوه تېروتنه وه.

XS
SM
MD
LG