د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشرۍ کاندیدانو له تودو بحثونو ډکه دویمه مناظره


ټرمپ هوډ وکړ، که په ټاکنو کې بريالى شي، نو د ډموکراټانو نوماند په زنداني کړي، په ځواب کې کلینټن د ټرمپ پر کردار نیوکې وکړې او یې ویل چې دی د سپينې ماڼۍ لپاره جوړ نه دی.

دواړو کانديدانو پر هغه ويډيو کې تمرکز وکړ چې ۱۰ کاله مخکې ثبت شوې او څو ورځې مخکې خپره شوې، په هغې کې ښاغلي ټرمپ د ښځو په اړه سپکې سپورې ويلي دي.

دغه راز د کلینټن د ځينو پټو اسنادو افشا کېدو او هغو ادعاګانو ته اشاره وشوه چې ګواکې روسيې هڅې کړي، د امريکا د انتخاباتو په سيسټم کې لاسوهنه وکړي.

د امريکا د جمهوري رياست انتخابات د نوومبر مياشتې پر اتمه کېږي چې تر يوې مياشتې لږه موده ورته پاتې ده.

د ټرمپ هغه جنجالي ويډيو په جمهوريت غوښتونکي ګوند کې دننه د وتلو سياستوالو د انتقاد سبب شوه، دوى ويلي چې ټرمپ ته به رايه ورنه‎کړي.

XS
SM
MD
LG