د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حبیب مساپر سره بنډار


حبیب مساپر
حبیب مساپر

حبیب مساپر ۳۷ کلن دی او له ډېرو کلونو راهېسې په سعودي عرب کې د مساپرۍ ژوند تېروي. د دوی کورنۍ د افغانستان د جنګونو پر مهال پاکستان ته کډه شوې او په اسلام اباد کې یې اړولې ده.

نوموړی په روانه اونۍ کې د مساپرو ګړۍ خپرونه کې مېلمه و او د نورو اورېدونکیو پوښتنې یې ځواب کړې. ده وویل د سعودي په مساپرۍ کې یې ډېرې تودې سړې ګاللي او ډېر کله یې د وطن د ارامه ژوند ارمان کړی خو د خپلې کورنۍ سره د کړو ژمنو پر اساس یې بیا هم زړه سندان کړی او د پلکونو ګوذارونو ته یې غاړه اېښې ده.

حبیب مساپر وايي:

« د وطن ځوانانو ته مې خواست دی چې د عربي هیوادونو مزدورۍ په پلمه دې خپل د وطن ښکلی ژوند نه خرابوي، ځکه چې دلته ډېرې سختۍ او کړاوونه دي او دومره ډېره ګټه نشته. »

د مساپرو ګړۍ خپرونه کې ګڼو اورېدونکیو ددې اونۍ له مېلمه څخه د هغه د شخصي ژوند، ټولنیزو فعالیتونو، د مساپرۍ د کړاوونو او د سباوون د خوبونو په اړه هم تپوسونه وکړل چې ځوابونه یې دلته لاندې په خپرونه کې اورېدلای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG