د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برسلز کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه


برسلز نن د سېشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د نړیوالې غونډې کوربه دی. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د نړۍ د اویا هېوادونو او نېږدې ۲۰ نړیوالو موسسو استازي د امریکا، روسیې، هند، جاپان، نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون، برخه واخلي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشرې ویاندې مایا کاسیان چیچ مشال راډيو ته په برسلز کې د دې غونډې د هدف په اړه وویل:

"د دې غونډې هدف له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او ژمنې تاکید او ادامه ده. همدا راز د راتلونکو څلورو کلنو په موده کې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي ثبات او پراختیا لپاره دا غونډه جوړېږي. د غونډې هدف د افغانستان خلکو ته د باور او بدلون د یو پیاوړي پیغام رسول دي."

افغان چارواکي هیلمن دي چې په دې غونډه کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ م کال پورې هر کال د نېږدې څلور میلیارډه ډالرو مرستو ژمنه وشي.

خو د دې مرستو په بدل کې نړیواله ټولنه له افغانستانه د اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه کوي.

د برسلز تر غونډې یوه ورځ مخکې د افغانستان حکومت له اروپایي ټولنې سره موافقه وکړه چې یو شمېر افغانان چې د مهاجرت له شرایطو سره سم نه دي، افغانستان ته واستوي.

د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند مشال راډیو ته وویل چې د کډوالو په برخه کې د افغان دولت موافقه مخکې تر مخکې چمتو شوې وه او دا د بروکسل غونډې له شرطونو سره ارتباط نه لري.

فیصل: د کډوالو په برخه کې د افغان دولت موافقه مخکې تر مخکې چمتو شوې وه
فیصل: د کډوالو په برخه کې د افغان دولت موافقه مخکې تر مخکې چمتو شوې وه

جاوید فیصل وویل چې پنځه ډوله کډوال به له اروپایي ټولنې څخه نه ایستل کېږي:

"هغه کډوال چې د ژوند له جدي خطر سره په افغانستان کې مخامخ دي، هغه کسان چې معلولیت لري، لږ عمره افغانان، هغه کورنۍ چې ښځې یې مسؤلیت لري، هغه ښځه او خاوند چې یو یې مهاجر منل شوی وي، بل یې نه ایستل کېږي."

له دوه زره لومړي میلادي کال راپه دې خوا د افغانستان لپاره دا ورته یوولسمه غونډه ده، د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د اروپایي شورا رئیس ډونالډ ټوسک به د چهارشنبې په ورځ د سولې او سوکالۍ په نوم دا مهمه غونډه پرانېزي.

د دې غونډې د پای ته رسېدو اعلان به بیا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وکړي.

د بروکسل په غونډه کې نن سېشنبه دوه حاشیوي ناستې دي، یوه د افغان مېرمنو په اړه ده بله یوه د سیمې لپاره ده چې څرنګه سوکاله کیدای شي.

د ښځو په غونډه کې به لومړۍ مېرمن رولا غني برخه واخلي.

تمه ده چې د غونډې دوهمه برخه په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ د پروژو مسئله راونغاړي.

په دې غونډه کې د سیمې او نړۍ د هېوادو او د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG