د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ارزګان شپږ ولسوالۍ وسله والو طالبانو محاصره کړي"


د ارزګان سمیه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت شپږ ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو تر محاصرې لاندې راغلي...

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم زي نن د سېشبنې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې دا مهال د دغو ولسوالیو لارې هم تړل شوي دي او خلک نشي کولی چې تګ راتګ وکړي.

د ارزګان امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ارزګان ولایت چې د تېرو څو کلونو را په دېخوا پکې امنیت وضعیت تر ډېر ښه وو په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو حملې پکې زیاتي شوي دي.

تېره میلادي میاشت وسله والو طالبانو د خپلو حملو لړۍ د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار څنډو ته ورسول چې د راپورنو لمخې ګنې امنیتي پوستې یې بېله مقاومته لاسته ورغلې چې په اړه یې پراخ بحسونه را پورته شول.

د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د یاد ولایت د امنیتي وضعیت خرابېدو له امله د دغه ولایت امنیه قوماندان ویس صمیمي او د امنیت امر عبدالقوي هم له دندو لري او پر ځای یې ولي جان سرحدي نوی امنیه قوماندان وټاکه.

د ارزګان نوي امنیه قوماندان ولي جان سرحدي تېره ورځ ازادي راډيو سره خبرو کې د ترینکوټ اړوند سیمو کې د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو او د ارزګان ـ کندهار لویې لارې خلاصولو په اړه د عملیاتو پیلولو خبر ورکړ.

​د ارزګان ـ کندهار لار هم د تېرو شلو ورځو راپه دې خوا د وسله والو طالبانو لخوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت هم ددغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکړی او ویلي دي چې یاد ولایت کې کافي امنیتي ځواکونه موجود دي چې د وسله والو مخالفینو ګواښونه به لمنځه یوسي.

خو د ارزګان ولایت اوسېدونکو پرون دوشنبې مشال راډيو سره خبرو کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

یادو کسانو ویل چې دغه ولایت کې وروستیو جګړو اندېښمن کړي او د ژوند چارې یې له خنډ سره مخ کړي.

دوی وویل چې افغان حکومت باید ددې ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG