د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: حامد کرزي ته توهین وغندل شو


د تيرې جمعې په ورځ په کابل کې د استاد رباني د پينځم تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي توهین وشو چې په شمير ولایتونو کې يې پر وړاندې غبرګونه وښودل شول.

په ننګرهار کې هم ګڼ شمير مدني فعالانو د د دوشنبې په مازیګر د يوې غونډې په ترڅ کې حامد کرزي ته شوی توهین وغانده او له دولت نه يې وغوښتل چې عاملینو ته يې سزا ورکړي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د توهین د غندنې غونډه په جلال اباد کې د سباوون ستوري ښوونيز مرکز کې جوړه شوې وه چې ګڼ شمير مدني فعالانو او د ولایتي شورا يو شمير استازو په کې برخه لرله.

د سباوون ستوري ښوونيز مرکز يو تن مسوول انجینر حلیمزي وویل، د ملي مشرانو توهین د ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی چې دوی يې په سختو ټکو کې غندي.

(( د افغانستان ملي او اسلامي ارزښتونه موږ او تاسو ته د چا د توهین اجازه نه راکوي، خو وار په وار د ځینو کړیو او بهرنيو استخباراتو او پردي پالو لخوا د استاد رباني په تلین غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي توهین وشو چې دا کار زموږ د ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی، موږ ټول مدني فعالان د دوی دغه توهين په سختو ټکو کې غندو.))

مدني فعال نوراغا ځواک وویل، د ملي شخصیتونو توهین د یوه سازش له مخې کيږي، دولت ته په کار دی چې د ملي شخصیتونو د توهین مخه ونیسي.

(( د کرزي د توهین دا اول ځل نه دی، مخکې يې په همدې خيمه کې عکسونه د پښو لاند شول، نن په عام محفل کې يوازې په کرزي باندې د مرګ خبره نه ده، د دې نه وړاندې يې د امان الله خان توهین کړی، دا سقاویان غواړي چې يو ځل بيا دلته سقاويزم راشي، خو دا ارمان يې پلرونو هم ګور ته وړی دی. زموږ او د دوی تر منځ تاریخ معلوم دی، خو نن ستا غازي امان الله خان ته هغوی کوم الفاظ استعمالوي؟))

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لال ممحمد دراني په خپلو خبرو کې وویل، د حامد کرزي د توهین عاملین ملت ته وښودل شي او په جزا دې محکوم شي.

(( کرزی منحیث د پښتون نه بلکې دلته دوه دورې ولسمشر پاتې شوی دی، نو له دې سره دغه عمل موږ په کلکو ټکو سره غندو، د دې توهین د عاملینو او د دې قضیې چ د چا لاس وي، هغه باید دې ملت ته وښودل شي.))

د غونډې په اخر کې يو پريکړه لیک هم ولوستل چې په يوه ماده کې يې راغلي، حکومت که ملي مشر حامد کرزي ته توهین کوونکي ونه نیسي، دوی به په پراخه لاریونونو لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG