د چاپان په مرسته په ننګرهار کې د څه باندې څلور میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبه خور لښتي (کانال) او استنادي دېوال (ډانګې) ګټې اخيستنې ته پرانستل شول او د زراعت په برخه کې د نړیوالې ادارې ایف ای اوپه مرسته د اوبه خور سیستم د ښوونيز مرکز بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د سربند د پرانستې پر مهال د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال، وویل د دې سربند له وجې به یوولس سوه هکتاره ځمکه خړوبه شي.
(دغه ټولې پروژې د څه باندې څلورو میلیونو ډالرو په ارزښت دی چې درې اعشاریه درې میلیونه ي د میرانو په سربند او استنادي دیوال لګيدلي او څه باندې اوه سوه امریکايي ډالرو باندې به دغه د اوبه خور سیستم ټریننګ سنټر دی چې د یوه کال په موده کې به جوړيږي. دا کانال به تقربیا یوولس سوه هکتاره ځمکه خړوبه کړي او څلورو زرو کورنيو ته به يې ګټه رسيږي.)
په ننګرهار کې د جاپان د پي ایم ایس موسسې مشر ډاکتر کامورا وویل، د تيرو څلويښتو کلونو په دوران کې افغانستان ډيره خساره ولیدله، اوس په کار دی چې د رغونې لپاره يې هڅې وشي.
(دا څلويښت کاله په افغانستان کې جنګ روان دی، د ابادۍ لپاره ي خلک ځي، راځي خو تر اوسه جوړ نه شو، د وچکالي له وجې اوبه نشته، موږ کوښښ کړی دی چې سربندونه جوړ کړو.)
د بهسودو ولسوالۍ د میرانو د کلي يو تن ملک خوښي څرګنده کړه چې کلیوالو ته يې د اوبه خور سیستم جوړ شو خو تمه لري چې د بهسودو اړوند نورو کلیو ته يې هم دغه شان سربندونه جوړ کړی شي.
(زه ملک اسلم يم، د میرانو د کلي نماینده یم. د دې سربند کار په اساسه توګه او په شفافه توګه شوی دی. موږ غواړو دغسې سربند چې د بهسودو میرانو کلي ته جوړ شوی، زموږ د بهسودو ولسوالۍ اړوند نورو کلیو ته هم جوړ شي.)
د یادولو ده چې پي ایم ایس موسسې تر دې وړاندې په خيوې او کامې ولسوالیو کې هم سربندونه جوړ کړي چې په لسګونو جریبه ځمکه پرې خړوبيږي، د دغه موسسې چارواکي وايي چې د کونړ په سيند چې چیرته هم د سربند جوړولو امکان وي، دوی به په هغې سيمه کې خپل خدمات وړاندې کوي.