د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار والي استعفا ورکړه


سلیم خان کندوزی چې له خپلې دندې یې استعفا ورکړه
سلیم خان کندوزی چې له خپلې دندې یې استعفا ورکړه

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د یکشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې له خپلې دندې استفا ورکړه.

نوموړي د خپلې استفا لاملونه د خپلو شخصو ستونزو تر څنګ د خلکو ستونزو ته په تمامه مانا نه لاسرسی وبلل.

دغه غونډه چې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، پر ولایتي چارواکو سربېره ورته قومي مشران، دیني عالمان، د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او په زیات شمېر کې ښځینه مدني فعالانې بلل شوي ول.

سلیم خان کندوزي د خپلو خبرو په دوران کې يو ځای وویل:

« زه د خپلو ټولو هغو کړنو چې له ما نه پرې څوک ازار شوي، بخښنه غواړم. زه هغو لاسرسو ته چې نه دي شوي، بخښنه غواړم. ننګرهار زموږ د مشرۍ کور دی، د ننګرهار عزت زموږ عزت دی، راځئ ټول سره لاسونه یو کړو تر څو په ننګرهار کې د امن او سوکالۍ فضا قایمه شي او او زموږ ولسونه په امن کې ژوند وکړي.»

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په خپلو خبرو کې د سلیم خان کندوزي د ښه مدیریت ستاینه وکړه ويې ویل:

« کندوزی صیب هغه والي و چې د دې ولایت د خیر لپاره يې ډير زیات کار کولو، د ده په زړه کې دا وو چې زه به استفا ورکوم، خو له ده سره تر ماخوستنه د حصارک غم مل و، د اچين غم ورسره و، د کوټ غم ورسره و، د غصب غم ورسره و. ټول هغه مسایل چې د ننګرهار ته پرې خیر رسېدو، د شپې تر يوولسو بجو پورې به يې پرې بحث کولو.»

د کندوزي استعفا غونډه کې ګډون کونکي
د کندوزي استعفا غونډه کې ګډون کونکي

په ننګرهار کې د قالین ګنډونکيو د اتحاديې مشرې شریفې احمدزۍ له سلیم خان کندوزي نه وغوښتل چې خپله استعفا بيرته واخلي او خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

« ۱۳ کاله له ما سره يوه پروژه وه، زه د هر چا درګاه ته تللې يم، د هر والي مخې ته زه ودردیدلم، یو والي او مشر زما درد وانخېست. خو مګر دې والي چې زموږ د مېرمنو کوم درد درک کړ، نو اوس هغه مېرمنې نه غواړي چې دغسې والي، دغسې زوی موږ له لاسه ورکړو.»

له دې نه علاوه د ننګرهار د عالمانو شورا، یو شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو هم له سليم خان کندوزي څخه غوښتنه ورکړه چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي، خو سلیم خان کندوزي د دوی د غوښتنو په وړاندې وویل:

« ځان ملامته بولم او دا ملامتی مې اجازه نه راکوي، ډیر کارونه مې نه دي کړي، هغه توقع چې د خلکو وه، هغه توقع چې د مشرانو وه، هغه توقع چې په دې اداره کې د اصلاحاتو وه، هغه رانه ونه شول، او هغه توقع ته د رسیدلو لپاره مې ممکن هغه حمایه هم نه لرله. نو په ننګرهار کې د مشکل ایجادولو باعث دې نه شم. زه دې نه یم ننګرهار دې وي، زه دې نه یم دا ولس دې وي، زه دې نه یم دا خاوره دې اباده وي، زه دې نه یم ننګرهار دې اباد وي.»

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال له ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې ننګرهار ته چې هر څوک د والي په توګه رالېږي، په کار ده چې پوره واک ولري.

« عطاالله لودین هم همدغه شان استعفا ورکړه او هغه د استعفا لاملونه ټولو سره شريک کړل چې په دغه ځای کې زما لاسونه تړل شوي، زه نور نه شم کولای. هغه وخت هم چې ولسمشر دلته راغلی و، زموږ ترې غوښتنه او هیله دا وه چې که ننګرهار ته هر څوک د والي په صفت رالیږې، نو د پوره صلاحیتونو سره يې راوليږه. زه د دې خبرې شاهد یم چې سلیم خان کندوزي په کراتو کراتو د ننګرهار د ستونزو د حل لپاره له ولسمشر نه وخت غوښتی، خو متاسفانه چې ولسمشر به ورته لس دقیقې وخت هم نه وي ورکړی.»

د یادولو ده چې سليم خان کندوزي شپاړس میاشتې په ننګرهار کې د والي په توګه دنده اجرا کړه او تر هغې چې ننګرهار ته بل والي ټاکل کيږي، محمد حنیف ګردیوال به د سرپرست والي په توګه دنده پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG