د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف له هند سره پر کړکېچ او نشنل ایکشن پلان ټول ګوندیزه غونډه رابللې


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

په دې دې ټول ګوندیزه غونډه کې به په کشمیر کې له هند سره پر زیات شوي تاویخوالي او په پاکستان کې دننه د ترهګرۍ لپاره پر جوړه شوې قومي تګلاره یا نشنل ایکشن پلان خبرې کږي.

پراګ: د پاکستان ووزیراعظم نواز شریف له هند سره د زیات شوي تاوتریخوالي او د ترهګرۍ د مخنیوي پر قومي تګلاره د بحث لپاره د دوشنبې په ورځ د ټولو ګوندونو غونډه رابللې ده.

د وزیراعظم له دفتر د جمعې په ورځ ناوخته خپور شوی بیان وايي چې نوموړي دا پرېکړه د کابینې په غونډه کې کړېده.

په دې دې ټول ګوندیزه غونډه کې به په کشمیر کې له هند سره پر زیات شوي تاویخوالي او په پاکستان کې دننه د ترهګرۍ لپاره پر جوړه شوې قومي تګلاره یا نشنل ایکشن پلان خبرې کږي.

نواز شریف پر هم دې موضوع په راتلونکي اونۍ کې د ټولو صوبو د اعلا وزیرانو او پوځي مشرتابه دوې جدا جدا غونډې هم رابللې دي.

بل پلو د کابینې تر غونډه وروسته د دفاع وزیر خواجا اصف د هند په اړه وویل ، موږ بیا دا خبره تکراروو چې موږ په تاوتریخوالي کې زیاتوالی نه غواړو خو که پر موږ برید وشو نو بیا به مناسب ځواب خامخا ورکول کېږي)

په امنیتي او بهرنیو چارو کې د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې دوی په سفارتي کچه پر ټولو اړوندو مسلو کار کوي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون ویلي دي چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې به د هند او پاکستان تر منځ منځګړیتوب وکړي.

تر دې وړاندیز مخکې په ملګرو ملتو کې د پاکستان سفیرې ملیحې لودې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره وکتل.

ملیحې لودي وویل، حالت په ایټمي وسلو د دوو سمبالو هیوادو ترمنځ په بیړه مخ په خرابیدو دی نو د ملګرو ملتو سرمنشي دې په خپله په دې برخه کې مداخله وکړي.

بان کي مون له دواړو لوریو وغوښتل چې له ډیر صبر او زغمه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په اوړي کې د هندي ځواکونو پر پوسته د وسله والو تر برید وروسته تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د سپټمبر پر اتلسمه نېټه په شوي دې برید کې اتلس هندي عسکر وژل شوي وو. هند یې تور پر پاکستان لګوي خو پاکستان یې نه مني.

د هند او پاکستان ترمنځ د دې تازه تاوتریخوالي یو بل لامل دا دی چې هند د اوړي تر پېښه وروسته وویل ، دوی پاکستان ته پر بهېدونکو درو سیندونو بندونه تړي.

پاکستان ، وايي هند د اوبو د هغه وېش له مخې د دې کار اجازه نه لري کوم چې په ۱۹۶۰م کال کې لاس لیک شوی وو.

XS
SM
MD
LG