د لاسرسي ځای

تازه خبر

میدان وردک: د حقاني شبکې ۱۰ وسله وال وژل شوي


د میدان وردکو ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند د ملاخېلو په کلي کې د حاجي یوسف په نوم د حقاني شبکې د یو ګروپ د قوماندان په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د میدان وردکو د والي ویاند عبدالرحمن منګل مشال راډیو ته وویل، چې پدې ورځ له غرمې وروسته د حقاني شبکې وسلوالو د مرکز اړوند د ملاخېلو په کلي کې د حزب اسلامي پر کسانو ډله ییز برید وکړ، چې په متقابل برید کې د حقاني شبکې وسلوالو ته یاده مرګ ورواوښته.

عبدالرحمن منګل زیاتوي، د برید سره جوخت د جګړې سیمې ته افغان امنیتي ځواکونه ورورسیدل او په جګړه کې لس وسله وال ووژل شول او د۱۲ کسان ټپیان شول.

د ده په وینا چې د وژل شویو وسله والو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

عبدالرحمن منګل زیاته کړه:

((د میدان ښار مرکز اړوند د ملاخېلو په کلي کې د حزب اسلامي پر کسانو باندې په ډله ییزه توګه برید وکړ، چې د دې تر څنګ وسله والو طالبانو د مري خېلو کلیو د عامو خلکو په ځورونې باندې هم لاس پورې کړ، چې د دې عمل په مقابل کې د یادې سیمې عام وګړي د حقاني شبکې پر وړاندې په مسلحانه ډول ودریدل او د خپل ناموس او خاورې څخه يې دفاع وکړه.))

د میدان وردکو د والي ویاند زیاتوي، چې د دوی د کشفي مالوماتو له مخې په یاده سیمه کې د حقاني شبکې وسله والو په دې ورځ د افغان ولسمشر او د حزب اسلامي د مشر تر منځ د سولې د هوکړه لیک پر ضد دا برید ترسره کړی دی.

عبدالرحمن منګل دا هم وویل، چې پدې جګړه کې کلیوالو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلې.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې رسنیو ته د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG