د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: له وسله والو طالبانو د سولې غوښتنه وشوه


د چارشنبې په ورځ په خوست کې د مجاهدینوشوراګانو او ځنو مدني ټولنو او سازمانونو په یو ګډه خبري ناسته کې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي تر منځ د سولې د وروستۍ موافقې ملاتړ وکړ.

دوی له وسله والو طالبانو هم غوښتنه وکړه، چې د سیمې او نړۍ د استخبارتو له مداخلو پرته دې په خپلواک ډول د افغان حکومت سره د سولې په باره کې مذاکرات وکړي او دې اوږدې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

په خوست کې د مجاهدینو د سرتاسري شورا رييس مولوي سردار ځدراڼ د افغان حکومت پر نورو وسلوالو مخالفینو غږ وکړ، چې ولسونه او قومونه سوله غواړي او دوی دې هم د سولې په باره کې د حزب اسلامي لاره خپله کړي.

مولوي سردار ځدراڼ زیاته کړه:

((د دولت په نورو مخالفینو باندې هم غږ کوو، چې د حزب اسلامي لاره خپله کړي، د افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو له لار پرانیزي، د جنګونو او د ورانیو او بدبختیو په خپله دوی يې مخه ونیسي، ځکه ټول قومونه او مشران د سولې طرفدار دي او د وحدت او اتفاق طرفدار دي.))

د اسماعیل خېلو او مندوزیو د ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي میرباز خان وايي چې وسلوال مخالفین د دې خاورې اولادونه دي او مشران له دوی غواړي چې له وسلوال مخالفته لاس په سر شي.

حاجي میرباز خان وايي:

((موږ د خدای ج نه غواړو نور افغانستان چې د افغان حکومت نه مرور شوي دي، هغوی ته موږ سوال او زاري کوو، چې راشئ تاسو افغانان يئ، پدې هېواد کې باید امن راشي، نو دا له تاسو زموږ غوښتنه او ارزو ده.))

د مجاهدینو د ملي اسلامي شورا رييس قاري عبدالولي عادل له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د حزب اسلامي په شان دې وسلوالو طالبانو ته هم د سولې لپاره مناسب شرایط برابر کړي:

((لکه څرنګه چې دولت زمینه برابره کړه، حزب اسلامي چې ډېر وخت افغانستان ته يې راتګ نه کېده، داسې موقع باید طالبانو ته هم مساعده کړي، چې هغه هم یو قوت دی.))

د خبري ناستې په پای کې د ناستې وروستۍ پریکړه لیک د حزب اسلامي د ځايي دفتر مسوول موسی خاورین لخوا ولوستل شو.

په پریکړه لیک د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې موافقه د بهرنیو استخباراتي کړیو له مداخلې پرته بلل شوې او د وسلوالو طالبانو له مشرتابه هم غوښتنه شوې په مستقلانه توګه د سولې تصمیم ونیسي.

په پریکړه کې راغلي:

((دا چې پدې وروستیو کې د حزب اسلامي او د دولت تر منځ د سولې پروګرام د سیمې او نړۍ د استخباراتو له وسایطو او وساطت پرته د موافقې اخري پړاونه طۍ کوي کلک ملاتړ يې کوو، له همدې موقع نه په فرصت د طالبانو په مشرتابه او رهبري غږ کوو، چې افغان دولت سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې لاره تعقیب کړي، تر څو افغانان لدې وروسته د منطقې او سیمې د هېوادونو د استخباراتي جګړو په اور کې ونه سوځي.))

یاده دې وي، د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې موافقه د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه او تمه کېږي چې ډېر ژر به د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له‎ خوا هم لاسلیک شي.

د دې موافقې پر اساس د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ، چې د واشنګټن لخوا په ۲۰۰۳ کال کې د نړیوالو تروریستانو لیست کې شامل شوی وو، لدې لیسته ایستل کیږي، قضايي خوندیتوب پیدا کوي، د یاد ګوند بندیان له بنده خوشي کیږي او پر حکمتیار د نړیوالو بندیزونو په لېرې کولو هم کار کېږي.

XS
SM
MD
LG