د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د حکیم تڼیوال جاده په پاخه ډول جوړه شوه


د سې شنبې په ورځ په خوست ښار کې د حکیم تڼیوال جاده د خوست د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.

یادې جاده چې ازادۍ مینه کې د خوست د تفریحي پارک شمال لوري ته موقعیت لري، پخوا یو خام سړک وو، چې اوسمهال په کې دوه طرفه جاده جوړه شوې او د جادې دواړه سړکونه د اوږده ګدان په واسطې سره بیل شوي دي.

د جادې د پرانیستې په ځای کې خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته د جادې د لګښتونو او ځانګړتیاوو په باب وویل:

((د څه باندې ۱۹ میلیونو افغانیو په ارزښت باندې دغه پروژه تکمیله شوې ده، دغه سړک یو عشاریه دوه کیلومتره طول لري، ۱۸ متره عرض لري، دوه متره شولډرې لري، او په اساسي ډول باندې د ګلدان او نورو ملحقاتو په شمول سره جوړ شوی نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.))

خوست والي د یادې جادې د اهمیت په تړاو زیاته کړه، چې د دې جادې په جوړولو به ښار ته یوه داخلیدونکې نوې لاره جوړه شي او د ښار په عبوري دروازو به د ټرافیکو ګڼه ګوڼه کمه شي.

پوهنمل حکم خان حبیبي زیاته کړه:

((زه باور لرم چې د دې سړک په پرانیستو سره به انشاالله د خوست د درونو ښاریانو ګڼې ستونزې حل شي، په ښار کې د ټرافیکو د ګڼه ګوڼې کموالي ته به څه نا څه حل لاره پیدا شي، د دې تر څنګ په ښار کې نورې ګڼې انکشافي پروژې هم تر کار لاندې دي، انشاالله امیدوار یم چې د یو راتلونکې کال په تېریدو سره به د خوست د ښار بڼه بدله او د ښاریانو لپاره به ګڼ خدمات عرضه شي.))

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر وايي چې یاد سړکونه د ښار د معیارونو مطابق جوړ شوي او ودانیز شرکت يې وجیبه لري، چې که پدې موده کې د سړک کومه برخه زیانمنه شوه، نو هغه برخه به له سره جوړوي.

انجینر عبدالبصیر وړاندې وویل:

((هغه پروژې چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې جوړیږي، د سړکونو برخه به يې د سړکونو د معیارونو مطابق وي، دغه سړک چې نن رسماً افتتاح کیږي، څومره لازم ټیسټونه چې ضرورت وو، هغه مو کړي دي، د شرطونو نه یو دادی چې یو کال ګرنټي لري، په نږدې راتلونکې کې دوې نورې انکشافي پروژې چې یوه د میتي کلي د کانال سکشن او د ښار د داخلي لختیو هغه د نوي عصر د ټکنالوژي مطابق چې لختي جوړیږي په هماغه اساس يې جوړوو.))

د خوست د اقتصاد رييس انجینر حمیدشاه وايي چې د پخوا په پرتله د اوسنیو پروژو په کیفیت کې ښه والۍ راغلی، خو هغه وړاندیز کوي چې د پروژو د کار د دایمي مراقبت لپاره باید اړوندې ادارې خپل انجینران توظیف کړي.

انجینر حمیدشاه زیاتوي:

((په کیفیت کې یو څه مثبت بدلون رامنځته شوی دی او زموږ تلاش پدې دی، چې دا د نظارت پروسه تقویه کړو، قوي کړو تر څو کیفیت نور هم بهتره شي، د نظارت تر څنګ اصلاً د پروژې په کیفیت کې مراقبت ډېر اساسي رول لري، زموږ په اداراتو باندې فشار دادی چې دوی باید یو، یو مراقبت کننده انجینر چې دوامداره په پروژه کې واوسیږي ولري، تر څو د پروژې کیفیت په تمامه مانا تامین او تضمین شي.))

د خوست ښاروالۍ د مسوولینو په وینا اوسمهال په خوست ښار کې د خواوشا يو سلو پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت د ښاري سړکونو د اساسي جوړونې چارې روانې دي.

چارواکي زیاتوي، د ښار اتلس کیلومتره سړکونه اساسي رغونې ته اړتیا لري، خو دوی په روان لمریز کال کې د یوولس عشاریه شپږ کیلو متره سړکونو د بیارغونې لپاره پلان او بودجه لري، چې یو په بل پسې به يې د بیارغونې کارونه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG