د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: که ولسمشر شوم بیت‌المقدس د اسراییلو پایتخت په توګه پېژنم


د امریکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ریپبلیکن ګوند (جمهوريپال) کاندید ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د اسراییلو له وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، که ولسمشر شي نو بیتالمقدس به د اسراییلو د نهوېشل کېدونکي پایتخت په توګه په رسمېت وپېژني.

د اسراییلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډون لپاره په نیویارک کې دی، د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ سره کتلي دي.

د ډونالډ ټرمپ انتخاباتي کمپاین په یوې خبرپاڼه کې ویلي:

"ټرمپ تصدیق کړه چې بیتالمقدس له درې زرو کلونو راهیسې د یهودو تلپاتی پایتخت دی او د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د امریکا حکومت به بیتالمقدس د اسراییل دولت د نهوېشل کېدونکي پایتخت په توګه په رسمیت وپېژني."

اسراییل په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د اسراییلو او عربو د جګړې پر مهال ختیځ بیت‌المقدس ونیوه، په ۱۹۸۰ میلادي کال کې یې له اسرئیلو سره یوځای کړ او اعلان‌ یې وکړ چې ټول بیت‌المقدس د اسراییلو پایتخت دی.

د امریکا متحده ایالتو او د ملګرو ملتونو ډېرو غړو هېوادونو، د ختیځ عرب بیت‌المقدس دا یوځای کول په رسمیت نه‌دي پېژندلي.

د امریکا کانګرس د ۱۹۹۵ میلادي کال په اکټوبر کې یو قانون تصویب کړ چې په‌کې غوښتنه شوې چې بیت‌المقدس دې نه‌وېشل کېدونکی او د اسراییلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

همدارنګه کانګرس له تلبیب څخه بیت‌المقدس ته د امریکا سفارت د انتقال لپاره بودجه هم ځانګړې کړې وه.

خو له هغې راوروسته، نه د امریکا جمهوري غوښتونکي او نه کوم ډموکراټ ولسمشر دا قانون عملي کړ.

د نتنیاهو دفتر د دې یو ساعته لیدنې په اړه اعلامیه خپره کړې، خو د بیت‌المقدس په اړه‌یې د ډونالډ‌ ټرمپ د تعهد یادونه نه‌ده کړې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:

"صدر اعظم بنیامین نتنیاهو له ښاغلي ټرمپ سره د اسراییلو د امنیت اړوند مسئلو او په منځني ختیځ کې د ثبات لپاره د دې هېواد پر هڅو خبرې کړې دي."

خو د ټرمپ اعلامیه وايي چې نوموړي د اسراییلو له وزیر اعظم سره ژمنه وکړه چې که ولسمشر وټاکل شي له اسراییلو سره به له ستراتیژیک اړخه او همدارنګه د ټیکنالوژۍ او پوځي پلوه فوق‌العاده همکاري وکړي.

ټرمپ همدارنګه اسراییل د اسلامي افراطي ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د امریکا متحده ایالتو مهم همکار بللی دی.

نوموړی همدارنګه د اسراییلو له وزیر اعظم سره په لوېدیځه غاړه کې د جوړ کړي دېوال په امنیتي ګټو او له دې درکه د اسراییلو په تجربه هم غږېدلی.

ټرمپ هم د امریکا او مکسیکو پر پوله د دېوال جوړول د خپل انتخاباتي کمپاین مهمه ژمنه ګرځولې ده.

د دموکراټ ګوند کاندیدې هم اسراییلو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د دموکراټ ګوند کاندیدې هم اسراییلو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ډموکراټې کاندیدې هیلري کلېنټن هم د نیویارک په یوه هوټل کې د اسراییلو له وزیر اعظم سره کتلي دي.

د نوموړې کمپاین په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن کلېنټن له نتنیاهو سره د دوو هېوادونو ترمنځ پر ستراتیژیکو ګټو خبرې کړي او همدارنګه‌یې ټینګار کړی چې ولسمشرۍ ته د رسېدو په صورت کې به د اسراییلو سره د امریکا هغه پوځي مرستې نورې هم زیاتې کړي چې په دې وروستیو کې یې د امریکا حکومت ژمنه کړې.

د کلېنټن کمپاین اعلامیه دا هم وايي چې دواړه هېوادونه به شریک کار کوي چې له ایران سره شوې اتمي موافقه عملي کړای شي.

د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ دواړه کاندیدان په داسې حال کې د اسراییلو له وزیر اعظم سره ګوري چې په دې وروستیو کې واشېنګټن په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس کې د اسراییلو له‌خوا د یهودي مېشت ځایونو پر جوړولو انتقادونه زیات کړي او خبرداری یې ورکړی چې دا کار به له فلسطینیانو سره د سولې هیلې له‌منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG