د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهاریان امنیت غواړي


د ننګرهار قومي مشران او ولایتي شورا د لسو ورځو لپاره د هغه ګواښ څخه لاس په سر شول چې دوه اوونۍ وړاندې يې ویلې وو چې، که مرکزي حکومت يې روا غوښتنې ونه مني، دوی به له حکومت سره پرېکون اعلان کړي.

کابو دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار د بېلابېلو قومونو استازیو له مرکزي دولته د امنيت تر څنګ د عدالت او د فساد مخنیوي په اړه غوښتنې لرلې او په دې غوښتنو کې يې د ننګرهار ولایتي شورا له ځان سره مله کړې او د خلکو په وړاندې يې دروازې تړل شوې وې.

د دوشنبې په ورځ په سلګونو ولسي وګړو د ولایت له دوروازې څخه د ولایتي شورا تر انګړه د احتجاج په توګه خيمې ووهلې. د دغې ستونزې د حل په موخه له کابله يو پلاوی راغلی و او ولسونو ته يې ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې به اړوندو چارواکیو ته رسوي او د ستونزو د حل لپاره به ترې جدي غوښتنه کوي.

د افغانستان په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون خان مومند چې د احتجاج کوونکو په سر کې وو، له کابل څخه د راغلي پلاوي پروړاندې وویل:

((زموږ ستونزه او مشکل د څلور پينځه وزارتونو سره دی، چې دفاع وزرات دی، د ملي امنیت ریاست دی، داخله وزرات دی، سیمه ييز ارګانونو رياست دی او د امنیت شورا ده. دې ټولو زما سره ژمنې کړي او ټول په کې پاتې راغلي دي. زموږ له تاسو غوښتنه دا ده چې دا خلک به په دې يوه هفته کې له موږ سره کښېنوئ، او زموږ ټولې هغه غوښتنې چې د قانون او شريعت په چوکاټ کې خپل حقوق له دوی نه غواړو.))

د ملي وحدت حکومت اجراییه ریاست سلاکار امان خيري وویل، ننګرهار د بد امنیو ښکار دی، مرکزي دولت دې تر هرڅه د مخه د ننګرهار امنيت ته پام راواړوي.

((له یوې خوا داعش دی چې په شینوارو کې يې څه عملونه وکړل. بل طرف ته طالب دی چې هغه څه کوي، او زموږ هغه مشران چې پينځه کسان پر راټوليږي، هره ورځ په لسګونو وژل کيږي، د هغې چا پوښتنه وکړه؟ دا خلک ډوډۍ نه غواړي، خو امنیت غواړي. موږ په دې باندې پوهېږو چې زموږ په دروازو کې دښمن ناست دی. موږ د دې دښمن نه څنګه ځان وساتو، دا چې راپاڅېدلي دي، دا د خپلو کوپړيو له ویرې راپاڅېدلي دي.))

له کابل څخه د راغلي پلاوی مشري د افغانستان د وزیرانو د شورا د دارالانشا ریس بريالي ارسلايي کوله، نوموړي وویل، دوی به خپل کوښښ وکړي چې د اړوندو وزراتونو وزیران د ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته راولي.

((که منئ چې موږ هم ستاسو په درد باندې دردمن یو، احساس لرو، ستاسې غم او ستاسو خپګان خپل ګڼو، دا اعتماد راباندې وکړئ، موږ به خپلې هلې ځلې وکړو، که کله موږ وليدل چې زموږ زور نه رسيږي، زموږ غږ نه اورېدل کيږي، بیا به له تاسو سره مشوره وکړو چې دویم قدم څنګه پورته کړو.))

قومي مشرانو ګواښ وکړ چې که په لسو ورځو کې اړونده وزیران ننګرهار ته رانغلل او د دوی روا غوښتنو ته يې مثبت ځواب ونه وایه، دوی به د افغانستان له نظام سره پرېکون وکړي او هر هغه بد عواقب چې رامنځته شول، مسوولیت به يې د مرکزي دولت پر غاړه وي.

د یادولو ده چې د کابل څخه د راغلي پلاوي په غوښتنه د ولایتي شورا دورازې بيرته د ولسونو پر مخ پرانستل شوې.

XS
SM
MD
LG