د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ننګرهاریان سولې ته ليواله دي"


د افغانستان د ننګرهار ولایتي ادارې له اړخه د سولې نړیواله ورځ ولمانځل شوه چې ویناوالو په کې له افغان حکومت سره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د سولې له بهير نه ملاتړ وکړ او پر نورو وسله والو ډلو يې غږ وکړ چې له مخالفت نه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.

سره له دې چې د سولې نړیواله ورځ د سپټمبر پر ۲۱مه نېټه وي خو په ننګرهار کې دغه ورځ د سپټمبر په ۲۴ مه ولمانځل شوه چې پر دولتي چارواکو سربېره په کې د ولسواليو په کچه قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنو يو شمېر فعالانو ګډون کړی و.

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال په خپلو خبرو کې د دولت پر مخالفو وسله والو غږ وکړ چې د حزب اسلامي له مشر نه په الهام اخیستو دې له مخالفت نه لاس واخلي او د سولې له بهير سره دې يو ځای شي.

(( افغانان سولې ته ډېر لیواله دی، ځکه په افغانستان کې له اوږدو کلونو راهیسې، بد امنۍ ده، مشکلات دي، وژنې دي، جنګونه دي، نو د ټولو دغه امید دی چې سوله راشي او کوم مهم پرمختګ چې د هيواد په کچه شوی چې هغه د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتیار راتګ دی. د ده په راتګ به موږ وکولای شو چې د سولې پروسه نوره هم قوي کړو.))

د ننګرهار د سولې د ولایتي کميټې مشر ملک نذير د ننګرهار پر ولس غږ وکړ چې د سولې په راوستو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

(( لوی خدای امر کړی دی چې سوله کې خیر دی، تاسو سوله وکړئ. باید ووایم چې سوله د پرګنو او ولسونو ګډ کار او زیار په وسطه رامنځته کېدای شي، له دې امله د قومي مشرانو، دیني عالمانو، جهادي مشرانو مدني فعالانو، دولتي او غیر دولتي چارواکو او خویندو میندو څخه د زړه له کومې غوښتنه کوم چې د سولې په راوستولو کې د خپلو مخلصانه هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.))

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشرې انيسې عمراني وويل، د ننګرهار ټولې مېرمنې سوله غواړي او د سولې له بهير نه ملاتړ کوي.

(( موږ او تاسو د دې شاهد یو چې د کورنيو جګړو له لاسه زیاتره زیان خویندو لیدلي، او ډېر قصور هم له خویندو څخه اخيستل شوی دی. یوه خور چې خپل خاوند له لاسه ورکوي، ایا هغه به د کومو ستونزو سره مخ کيږي، او که خپل اولادونه له لاسه ورکوي، هغه به د کوم ژوند سره مخامخ کيږي. په هر قیمت چې وي، ښځې سوله غواړي او اوس چې په افغانستان کې د سولې کوم بهير روان دی، ټولې خویندې ترینه ملاتړ کوي.))

د يادولو ده چې په ۱۹۸۱م کې د سپټمبر په ۲۱ نیټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د سولې د نړیوالې ورځې قطعه نامه تصویب شوه چې له له هغې راوروسته هر کال په ۲۱ م سپټمبر د سولې ورځ په نړیواله کچه ولمانځل کيږي.

XS
SM
MD
LG