د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د اسیاد د کراټو په نړیواله سیالي کې اباسین شینواري دریم مقام ګټلی


د سپټمبر په ۱۴ نيټه په جنوبي کوریا کې د اسیا په کچه د کراټو نړیواله سیالي تر سره شوېوه چې په افغانستان کې کراټو د نړیوال سازمان استازي اباسین شینواري په کې دریم مقام ګټلی و.

په همدې مناسبت د ننګرهار د ځوانانو چارو امریت نوموړي ته یوه ستاینغونډه جوړه کړې وه.

دغه ستاینغونده د ننګرهار د ځوانانو چاروامریت د ځوان غږ ټولنې په ملتیا د جلال اباد ښاروالي په تالار کې جوړه کړې وه چې پر ګڼ شمېر ځوانانو سربيره په کې يو شمير دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی په دې خاطر دا ستاینغونډه جوړې کړې چې د اباسین شینواري تر څنګ نور ځوانان هم وهڅوي چې خپل هیواد ته برياوې راوړي.

(( ځوان اباسین شینواري په جنوبي کوریا کې د کراټو په سیاليو کې چې ۲۲ هیوادونو په کې برخه لرله، ده د افغانستان لپاره دریم مقام راوړ او موږ لازمه وګڼله چې د ده لپاره ستاینغونډه جوړه کړو، دی تشویق کړو، چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره بریاوې راوړي.))

اباسین شینواری په جلال اباد ښار کې د کراټو د کلب استاد هم دی، د هغه د کلب شاګردان خوشاله وو چې استاد يې له جنوبي کوریا د کراټو په نړیواله سیالۍ کې دریم مقام کټلی دی.

د کراټو یو تن لوبغاړي مشال راډيو سره په خبرو کې خپل احساس څه دا رنګي شریک کړو.

(( هارون ناصر یم، موږ په دې ویاړو چې د استاد اباسین شینواري شاګردان یو او له ده زده کړه کوو، انشاالله موږ به کوښښ وکړو چې په راتلونکي کې په نړیوالو ډګرونو کې ځانونه د لوبېدو جوګه کړو.))

په جنوبي کوریا کې د ۲۰۱۶ کال د کراټو په مقابله کې قزاقستان لومړی مقام، جنوبي کوریا دویم مقام، افغانستان او پاکستان دریم مقامونه کټلي وو.

په افغانستان کې د شین کیو کو کیشن کايی کراټو د نړیوال سازمان استازی اباسین شینواري مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، کله چې د نړۍ د کراټو مشر ورته وویل چې افغانستان دې وځلاوه، نو په جامو نه ځایده.

(( په کراټو کې په نړۍ کې دا څلور ملکونه ډير قوي دي چې يو يې قزاقستان دی، جاپان دی، روسیه ده او امریکا ده. زما اوله لوبه د قزاقي لوبغاړي سره و، کله چې ما د قزاقي لوبغاړی وواهه، نو د نړۍ د کراټو مشر راته وویل چې تا افغانستان وځلاوه، تا په کراټو کې تاریخ جوړ کړو، ځکه په دغه سیالیو کې له ۲۱ کفونو څخه قزاقستان ۱۶ ګټلي وو.))

اباسین شینواری وايي چې د شین کو کیو کیشن کايی کراټو نړیواله سیالۍ چې په ۲۰۱۷ کال کې به په قزاقستان هیواد کې جوړيږي، دی به په کې د افغانستان او اسیا د لویې وچې استازولي کوي.

دی د افغانستاند بدني روزنې او سپورت په عمومي ریاست، ولسمشر او ملي سوداګرو غږ کوي چې په بهرنیو هیوادونو کې دې ورته د تمرینونو لپاره زمینه برابره کړي چې په راتلونکي سیاليو کې د دې جوګه شي چې خپل هیواد ته له ځانه ویاړونه راوړي.

XS
SM
MD
LG