د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې تفريحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


د جلال اباد ښار دویمې ناحيې اړوند په لسو جريبه ځمکه باندې تفریحي پارک د ۲۳ میلونو افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د سيمې اوسیدونکي خوشاله ول چې د کورونو تر څنګ يې پارک جوړ کړی شو.

دغه تفریحي پارک چې د وتلي لیکوال او د وخت صدراعظم محمد موسی شفیق له نوم سره نومول شوی، په لس جريبه ځمکه جوړ دی، د ښاروالۍ له بوديجې نه پرې ۲۳ میلونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د پنجشنبې په ورځ ګتې اخيستنې ته پرانستل شو. د پارک پرانسته د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وکړه.

نوموړي د سيمې له خلکو وغوښتل چې د پارک په ساتنه او پالنه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

(( د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې يو پارک افتتاح شو چې تقریباً په لس جريبه ځمګه جوړ شوی، ۲۳ ميلونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، هغه ځوانان چې غواړي په مازيګري د خپلو کورنيو سره او له خپلو دوستانو سره دلته راشي نو شنه ساحه ده. د تفریح ځای دی. زه د ښاروال صیب نه مننه کوم او غوښتنه مې د دې د منطقې د ولسونو او مشرانو نه دا ده که زموږ سره د دې سيمې خلک د پارک په ساتنه کې مرسته وکړي، دا پارک به هم وساتل شي او په اینده کې به نور پارکونه هم جوړيږي.))

د جلال اباد ښاروال حیمدالله افغان وویل، دوی به د ساتنې او پالنې په خاطر پارک خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړي.

(( موږ د دې پارک له خاطر د ناحيې دفتر ورسره جوړ کړو تر څو د دې پارک ساتنه د فعلاً لپاره وشي او بيا په پلان کې لرو د خصوصي سکتور سره د شراکت له لارې د دې پارک ساتنه وکړو. د محلې خلکو هم وویل چې يو ناڅیزه ټیکټ په دې پارکونو ولګي، نو له دې به سالم نظارت وشي. په دې باندې کار روان دی.))

د دویمې ناحیې اوسیدونکي خوشاله وو چې د کورونو تر څنګ يې تفریحي پارک جوړ کړی شو. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( حسن میاخيل یم د دویمې ناحيې اوسیدونکی. پخوا چې دا پارک ویجاړ و، دلته ډيرې زیاتې دوړې وې، هوا ډيره زیاته کرکيچنه وه، ډير مختلف امراض وو، اوس دې پارک ډيره زبیايي او ښکلا غوره کړه او د دې ترڅنګ ورسره فضا پاکه شوه او ګرد ورک شو.))

(( زما نوم عبيدالله بشیر دی د دې سيمې اوسېدونکی یم. څو کاله وړاندې چې زه دلته مکتب کې وم، دلته به موږ لوبې کولې، کرکټ به مو کولو نو ډيرې دوړې به وې، د ننګرهار ښاروالۍ دلته دا پارک جوړ کړو، ګلونه يې وکرل، ونې يې وکرلې، نو د دې ساحې ښکلا ورسره زیاتې شوې ده. ))

سره له دې چې د جلال اباد ښاریانو لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې تفریحي پارکونه جوړ شوي، خو د ښاروالۍ چارواکي وايي چې دوی به د ښارو په نورو برخو کې هم ورته تفریحي پارکونه جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG