د دغه هوکړهليک لومړۍ بڼه چې په درو څپرکو او ٢٥ مادو چمتو شوې په کابل کې د سولې عالي شورا په دفتر کې لاسليک کړل شو چې وروسته به یې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار لاسليکوي.
پير سيد احمد ګېلاني نن له حزب اسلامي سره د سولې تړون د لاسلیک په غونډه کې وویل.
(زه د دې د روغې جوړې په کېدو خوښ او ډاډه یم چې دا به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت یو ښه پیل وي، زه ټولو ته د دغه بریالیتوب مبارک وایم.)
له نېږدې شپږ میاشتو راهیسې د اسلامي حزب د پلاوي او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې روانې وې چې د پنجشنې په ورځ نهايي شوې.
دواړو لوریو منلې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د هغه د ډلې یو شمېر نورو کسانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لیسټه لیرې کېږي، بندیان به یې خوشې کېږي او د اسلامي حزب غړي به له جګړو لاس اخلي.
د روغې جوړې پر سند د افغانستان سولې عالي شورا مشر پير سيد احمد ګېلاني، د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنير محمد امين کريم، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر او د سولې عالي شورا د پلاوي مشر مولوي عطاالرحمن سليم لاسليکونه وکړل.
بلخوا د افغانستان همبستګۍ ګوند لسګونو غړیو او یوشمېر مدني فعالانو نن پنجشنبه په کابل کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تړون پر خلاف لاریون وکړ.
دوی د دغه لاریون پر مهال د تندو شعارونو په ورکولو سره وویل چې دوی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ته د امتیازاتو له ورکولو او قضایي مصونیت سره مخالف دي.
دوی د عادلانه پروسې او د ټولو جنګي جنایتکارانو له محاکمې پرته په افغانستان کې د سولې روانه پروسه نیمګړې بولي.