د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د ځینو امریکايي ښارونو امنیت تر افغانستان هم خراب دی


د امریکا متحده ایالتو ولسمشریزه ټاکنو کاندید ډونالډ ټرمپ
د امریکا متحده ایالتو ولسمشریزه ټاکنو کاندید ډونالډ ټرمپ

د امریکا متحده ایالتو د ولسمشریزه ټاکنو ته کاندید ډونالډ ټرمپ چې په حیرانوونکو ویناوو مشهوره شوی دا ځل‌ یې د امریکا ځینې ښارونه د افغانستان په څېر ځایونو څخه هم نا امنه وبلل.

ټرمپ په شمالي کارولینا کې د سېشنبې په ورځ په یوه کمپاین کې وویل چې په امریکا کې په ځینو سیمو کې ان د دې وېره شته چې په سړکونو باندې د قدم وهلو په وخت هم سړی ووژل شي.

د ټرمپ د ویناوو دا برخه ان «بي، سي» ټېلیویژن خپره کړې ده:

"تاسو زموږ داخلي ښارونه وګورئ درسونه پکې نه‌شته، دندې پکې نه‌شته، که په سړکونو قدم وهئ وژل کېږئ به. وضعیت ډېر خراب دی. صادقانه باید ووایم چې د افغانستان په څېر ځایونه زموږ تر داخلي ښارونو خوندي دي."

ښاغلي ټرمپ وویل، په ډېرو ځایونو کې د امریکا داخلي ښارونه د تعلیم او دندو له خدمتونو بې برخې دي او وضعیت پکې ډېر زیات خراب دی.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو دغه کاندید د کډوالۍ او ملي امنیت په برخه کې تر دې مخکې هم په لویو پالېسیو انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې که ګټونکی شي هر څه به بدل کړي.

ټرمپ په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې تېره یکشنبه په نیویارک کې بمي چاودنې او وروسته په نیو جرسي کې له پولیسو سره د نښتې د پېښو په تړاو په خټه یو افغان امریکايي نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG