د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: درې تنه صرافان وژل شوي


د دوشنبې پر ماښام د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د باریکاب په سيمه کې په ترافیکي پيښه کې درې تنه صرافان ووژل شول.

د سشنبې په ورځ د صرافانو وارثانو د ننګرهار ولایت مخې ته د وژل شويو کسانو جسدونه د يوه لاریون په توګه راوړل او دعوه يې کوله چې د لويې لارې پوليسو له غلو سره په ملتیا د دوی کسان وژلي او له هغوی څخه یې په سلګونه تولېسره زر او نغدي پیسې اخيستي دي.

لاریون کوونکو چې د وژل شويو جسدونه يې د ولایت مخته ايښې وو، له چارواکو يې د خپل حق او په پېښه کې د ښکيلو پوليسو د نيولو او محاکمې غوښتنه کوله.

لاريون کوونکو دعوه کوله چې له غلو سره د تورخم ـ جلال اباد د لويې لارې پولیسو لاسونه يو کړي او د دوی کسان يې وژلي دي. د وژل شويو یو تن وارث خبريالانو سره په خبرو کې وویل:

(( زما نوم حضرت ولی دی، موږ صرافان یوو، يو سازش موږ ته جوړ شوی و، د شاهراه پوليسو او غلو له طرفه. کله چې زموږ د خلکو موټر راځي، د شاهراه پوليس او د غلو هینو موټر ورمخامخ کيږي او د ګاډي د رایسارېدو کوشش کوي. تر څو چې زموږ کسان په ځان پوهيږي، دوی يې په هينو موټر ګاډي ووهي. کله چې زموږ کسان د خپلو مړو د راوچتولو لپاره ورځي، د شاهراه پوليس پرې ډزې کوي او ورته وايي چې مه راځئ. په دې ګاډي کې ۳۱۰ توله سره زر او ۷۰۰۰ ډالر و. په موټر کې سپاره درې واړه کسان شهیدان شوي دي.))

د وژل شويو له وارثان ادعا کوي چې کله دوی خبر شول پوليسو د پيښې ځای ته د دوی د ورتګ ممانیت په ډزو سره کړی دی. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( نوم مې نصرت ولي دی د روداتو اوسیدونکی یم. موږ چې کله ورورسېدو، نو پوليسو د پېښې ځای ته نه ورپريښودو. ډزې يې راباندې کولې. خو چې موږ په اخره کې ورغلو، هر څه يې له موټر نه وړي وو.))


(( د شاهراه پوليسو چې باریکاب سره کومه پوسته ده، په موږ ډزې وشوې، زموږ مخنیوی يې کاوه. کله چې دوی له ګاډي نه هر څه واخيستل، سره زر يې واخیستل، پیسې يې واخيستلې، موبایلونه يې واخیستل، له هغې نه وروسته يې زموږ ګاډي ورپريښودل.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د وژل شويو کسانو وارثانو ته اطمنان ورکړو چې که هر څوک په دې پېښه کې ککړ وي، دوی به يې د قانون منګولو ته وسپاري. په دې اړه د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګياڼي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

د پوليسو یوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې په دغه پېښه کې ښکيل د جلال اباد ـ تورخم د لويې لارې د پوليسو قوماندان او مرستیال سربيره يې څلور تنه پوليس نيولي او د څيړنو لپاره يې قضایي او عدلي ادارو ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG