د لاسرسي ځای

تازه خبر

 ننګرهار: د فساد د مخنيوي په خاطر ځوانانو ته پوهاوي ورکول کیږي


د اداري فساد د مخنيوي په خاطر د ټيکیشن په نوم يوې ادارې په جلال اباد کې درې ورځنی ښوونيز سیمینار پرانست چې له مخې به يې د کمپيوټر ساینس پوهنځي په يو شمير ځوانانو او مدني فعالانو ته په کمپیوټر او موبایلونو کې د داسې اپلیکیشنونو په اړه روزنه ورکوي چې د اداري فساد په مخنيوي کې مرسته وکړای شي.

دغه درې ورځنی سيمينار د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د سیشنبې په ورځ پرانستل شو چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي پر يو شمير محصلینو سربيره په کې د مدني ټولنو یو شمير ځوانانو برخه اخیستې ده.

د ټيکنیشن ادارې مسوول عمر منصور انصاري وايي چې د دې ښوونيز سمينار موخه دا ده چې په افغانستان کې د ټولنيزو خدمتونو نوښت رامنځته کړي او خلک وکولای شي چې د اداري فساد په مخنیوي کې رغنده رول ولوبوي.

(( زموږ د سیمینار موضوع اداري فساد دی. په دې کې به ټول ګروپونه په دې کار کوي چې اداري فساد په کومو ساحو کې دي، هغه تشخیص کړي او بيا د هغې لپاره د اپلیکیشنونو ایډياګانې ورکړي، د اداري فساد د مخنيوي لپاره د حل لاره پیدا شي.))

د دغه ښوونيز سیمینار ګډونوال خوشاله وو چې په داسې يوه غونډه کې برخه اخلي چې د اداري فساد په مخنیوي کې مثبت رول لري.

مدني فعال شکرالله مشکور تمه لري چې په ادارو کې داسې يوه کړنلاره رامنځته شي چې پر سستم متکي وي.

(( زه هیله مند یم چې په دې کې داسې نوښتونه رامنځتنه کړو چې په اداراتو کې د فساد د مخنيوي، د کاغذ پرانۍ د مخنيوي، د پروسیجرونو د کنترول او همدارنګه داسې پروسیجرونه ولرو چې ټول په سستم متکي وي.))

د کونړ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد ذاکرالله اعزام وايي چې دوی به په داسې يو اپیکیشن کار کوي چې د اداري فساد په مخنیوي کې ترې ګټه واخلي.

(( موږ غواړو چې په دې کې داسې يو اپلیکیشن جوړ کړو چې ولس او خلکو ته په کې اسانتیاوې منځته راشي. هغه اپلیکیشن چې دلته د ملګرو له خوا نه ومنل شي، هغه به د اداري فساد په مخنيوي کې رغنده کار کوي او په هغې باندې به اداري فساد ډیر زیات کنټرول کيږي.))

د ټیکنیشن اداري مسوولین وايي چې دوی د ۲۰۱۲م کال راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې هر کال ځوانانو او مدني فعالانو ته ورته ښوونيز سیمینارونه جوړوي چې په دې برخه کې ورسره يو ایس ای ډي، انټرنیوز او کوانټر پارټ په نوم اداري مالي مرستې کوي او دوی د ټکنالوژۍ پر مټ په بېلابيلو موضوعاتو ښوونيز سیمینارونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG