د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلري کلنټن: ټرمپ ترهګریزې پېښې د سیاسي ګټو لپاره کاروي


د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلنټن د ریپبلکین ګوند پر کاندید ډونلډ ټرمپ تور پورې کړی چې د مسلمانانو خلاف په ویناوو اسلامي ترهګرو ډلو ته ګټه رسوي.

د نوموړې دا څرګندونې د دواړو کاندیدانو لخوا پر یو بل د نیوکو د هغې ورستۍ لړۍ برخه ده چې په نیویارک کې د چاودنې په تړاو د یو افغان نژاده امریکايي تن تر نیولو وروسته پیل شوې.

د نیویارک پولیس وايي ۲۸ کلن احمد خان رحمي په نیوجرسي ریاست کې د ډزو د تبادلې وروسته په ژوبل حالت کې نیول شوی دی.

په هغه نښته کې دوه پولیس هم ژوبل شوي دي. احمد خان رحمي په افغانستان کې زیږېدلی او بیا امریکا ته کډه شوی دی.

پولیس چارواکي وايي، د نیویارک ښار په مینهېټن سیمه کې د شنبې یا خالي په شپه په چاودنه کې ۲۹ کسان ژوبل شوي ول.

ډونلډ ټرمپ احمد خان رحمي ته په حراست کې د طبي مرستې او د وکیل سهولت ورکولو مخالفت کړی دی.

بلخوا هیلري کلنټن یوې خبري غونډې ته ویلي ټرمپ دا ډول پېښې د خپلو سیاسي ګټو لپاره کاروي. ممکنه ده چې په هېواد دننه ترهګریزې کاروایانې د امریکا په راتلونکيو ولسمشریزو انتخاباتو اثر وغورځوي.

XS
SM
MD
LG