د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سردار یوسفزي زوی ناروغه دی، حکومت ورسره مرسته نه ده کړې


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په خپرونه کې مو د ملاکنډ نومیالی سندرغاړی سردار یوسفزی مېلمه دی. یوسفزی د اله ډنډ ډېرۍ د کلي دی.

نوموړی وايي، له څو کلونو راهیسې د پښتو په موسیقۍ کې او د دې په بازار کې داسې بدلونونه راغلي دي چې سندرغاړي له دې هنر څخه پیسې نشي ګټلای بلکې باید د خپلو سندرو جوړولو او خپرولو لپاره ورباندې خرچه وکړي.

یوسفزی د خپلو سندرو لپاره ښه شعر انتخابوي او وايي، هڅه کوي چې د سندرو په ویډیوګانو جوړولو کې هم داسې بدلون راولي چې د کورنۍ ټول غړي یې کتلای شي او د پښتنو له ټولنیزو ارزښتونو سره سمون خوري.

له نوموړي سره نورې خبرې او د هغه سندرې لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

له سردار یوسفزي سره خبرې او د هغه سندرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG