د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: مدني فعالانو د برېښنا د غوښتنې لپاره احتجاجي ناسته پیل کړه


له تيرو دوه نيمو کلونو راهيسې ننګرهار ته د کابل د نغلو د بند بريښنا ورکړل شوې چې څو ځلې يې د لغمان ولایت د بادپښ په سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري مزي پرې کیږي او بيا له حکومت سره د جوړ جاړي په بنیادد بريښنا د مزو د تړلو اجازه ورکول کيږي.

دا ځل هم د تيرو دوه هفتو راهيسې په ياده سيمه کې د دولت وسله والو مخالفینو د بريښنا مزي پرې چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې موخه د شنبې په ورځ د ننګرهار د ګڼو مدني ټولنو استازو د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې د احتجاج په توګه يوه خيمه ولګوله او ګواښ يې وکړو چې تر هغې به خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړي، څو پورې چې د ننګرهار د بریښنا ستونزه په اساسي توګه نه وي حل شي. په دې موقع مدني فعال نوراغا ځواک خبريالانو سره په خبرو کې وویل:

(( د اعتراض په شکل مو دلته دا خيمه ووهله. بريښنا چې د ژوند اساسي ضرورت دی، چې له امله يې ننګرهار د ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شوی دی. موږ په بنیادي شکل باندې د دغو ستونزو حل غواړو.))

مدني فعاله مقدسه احمدزۍ وايي چې که د بريښنا ستونزه حل نه شي، دوی به د جلال اباد، کابل لویه لاره وتړي.

(( که چيرته د دغې ستونزې په اړه مرکزي حکومت غور ونه کړي، نو دا مدني فعالان به په همدې ډول راپاڅيږي، نن يې د پښتونستان په واټ کې خیمه وهلې ده، او که زموږ غږ وانه وریدل شي، نو موږ به د جلال اباد ـ کابل لاره بندوو.))

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګرديوال هم احتجاجي خیمې ته راغلی و او له مرکزي دولت نه يې د بريښنا د ستونزي د بنیادي حل غوښتنه وکړه.

(( که دا بريښنا موږ ته راکوي، د سرک په غاړه دې راکړي، په هغو دښتو میرو کې دې نه راکوي، زه به هره ورځ له هغو خلکو سره مشت او ګریوان یم. دویمه خبره دا ده چې زموږ په دغه بريښنا باندې کار نه کيږي، موږ ته باید هم واریداتي بريښنا راشي، بل راته همدا برښنا راکړل شی او د نغلو او سروبي بريښنا باید موږ ته د سویچ او چابيانو سره حواله شي.))

د ننګرهار د بريښنا شرکت ریس وحيدالله پوپل خبريالانو ته وویل چې د سیمې د وګړو په منځګړتوب يې د بريښنا د مزو د تړلو کار پيل کړی چې د ورځې په اوږدو کې به بريښنا فعاله شي.

(( بريښنا به تر مازيګره پورې راشي، خو يوه خبره زه ټولو ته واضحاً وایم چې د نغلو په بريښنا باندې يوه لحظه هم اعتبار نشته. د دې خبرې موږ ته هيڅوک هم ګرنټي نه شي راکولی چې موږ لاینونه وتړو، د هغې ساحې نه راووځو او بيا دې هم قطعه نه شي. خو موږ د بادپښ د ولسونو، سپين ږيرو او علماوو څخه ژمنې اخيستې چې په اینده کې به دا کار نه کوي، خو سیمه کاملاً د دولت د مخالفینو په لاس کې ده.))

په دغه احتجاجي ناسته کې په اوه مادو کې يو پريکړه لیک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي ول، حکومت ته په جدي ډول خبردارۍ ورکوو چې د ننګرهاریانو غوښتنې بې ارزښته وګڼل شي، او که چيرې د حکومت د ستونزو په حل کې پاتې راغلو، زموږ مدني حرکتونه به جدي بڼه خپله کړي چې بيا به يې مسوولیت په ولایتي او مرکزي ادارې پورې اړه ولري.

XS
SM
MD
LG