د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکمتیار په ممکنه راتګ سره د جګړې زور کمیږي


د خوست یو شمېر مدني فعالان او پر سیاسي مسایلو نظر لرونکي کسان د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي او افغان حکومت ممکنه سوله ګټوره بولي او زیاتوي، که یاده سلواله ډله افغان حکومت سره یو ځای شي، نو دا کار به نورې وسلوالې ډلې هم سولې ته وهڅوي.

دوی چې د شنبې په ورځ مشال راډیو سره خبرې کولې ټېنګار لاره چې د افغانستان په روانو سیاسي او امنیتي حالاتو کې د سولې د ټېنګیدو او د نظام د ثبات لپاره د یو شخص او ډلې مثبته ونډه هم بې اغیزې نشي باتې کیدای.

د تړون اونیزې مسوول مدیر سپین روان نورزي وویل، د افغان حکومت سره د حکمتیار ممکنه یو ځای کېدل سولې ته د نورو وسلوالو ډلو د هڅونې او د جګړې د کمیدو لامل کیږي.

دی وايي، کچیرې دا ډله د نظام سره له یو ځای کېدو وروسته په رښتیني ډول سولې او نظام ته کار وکړي، نو هڅې به يې تر ډېره ګټورې تمامې شي.

سپین روان نورزی زیاتوي:

((د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي وسله والې ناراضه ډلې راتګ د طالبانو په ګډون نورې مخالفې وسله والې ډلې هم د سولې بهير ته مايلوي، د حکمتيار راتګ به د افغان دولت لپاره هغه مهال موثر تمام شي چې ښاغلى حکمتيار له نظام سره له يو ځاى کېدو وروسته په رښتيني ډول د حکومت د سياسي استحکام او د امنيت د ټينګولو لپاره کار وکړي.))

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، چې د افغان حکومت او حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ به د سولې چمتو کړی سند په راتلونکو دوه درې ورځو کې لاسلیک شي.

مدني فعال خوشال حسن د افغان حکومت او حکمتیار د ډلې د سولې اغېزو ته خوشبینه دی:

((د حکمتیار په راتګ سره په افغانستان کې د سولې پروسه چټکه شي او هغه مخالفین چې د دولت سره په وسلواله جګړه بوخت دي، هغوی به هم سولې ته وهڅیږي، د مخالفینو د جګړې صفونه به ړنګ شي، د حکمتیار له راتګ سره په نظام کې هغه داخلي کشمکشونه چې اوس په نظر کې راځي، د دې کچه به راکمه شي.))

مدني فعال صاحب ګل فرهاد وايي، چې د حزب اسلامي د وسلوالې برخې هغه ډلې چې عقیدوي رنګ يې اخیستی، هغه به نظام سره په یو ځای کیدو کې د حکمتیار ملګرتیا ونکړي، بلکې د افغان حکومت پر ضد د نورو جنګیدونکو وسلوالو ډلو سره به یو ځای شي.

د خوست یو تن ځوان ادم خان لاریون د افغان حکومت سره د حزب اسلامي د مخالف وسلوال لوري يو ځای کېدل پدې ګټور بولي، چې په ځینو سیمو کې د حزب اسلامي او طالبانو خپلمنځي جګړو هم سیمې نا امنه کړي او افغان حکومت يې په یو ډول بوخت ساتلی دی.

د سیاسي چارو کارپوه او د خوست د ولایتي شورا غړی امیرالله زړه سواند د افغانستان په روانو شرایطو کې له نظام او سولې سره د مخالفو مطرحو شخصیتونو او ډلو یو ځای کېدل له اغېزې خالي نه بولي.

امیرالله زړه سواند زیاتوي:

((د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې هر افغان ته ضرورت دی، چې په شته سیاسي او پوځي حالاتو کې داسې رغنده رول ولوبوي چې د خپل وس سره سم پدې حالاتو کې مثبت تغیر راشي، نو ځکه موږ د یو شخص رول هم نه نفي کوو، ځکه هر شخص تر یوه حده څه کولای شي، نو د حزب اسلامي یو ځای کېدل په اوسنیو شرایطو کې بې تاثیره پاتې کیدای نشي.))

ویل کیږي چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د افغان حکومت ترمنځ د سولې له خبرو څخه د جمعیت اسلامي د اجرایوی رییس عطا محمد نور وروستي ملاتړ د دواړو لوریو پر وړاندې شته ستونزې کمې کړې دي.

د ځنو سرچینو د مالوماتو له‎مخې دا مهال د افغان حکومت له لوري په کابل کې د ګلبیدن حکمتیار راتګ ته چمتوالی روان دی او په کابل ښار کې امنیتي تدابیر هم ډېر شوي دي.

XS
SM
MD
LG