د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان به نور د خپلو ځواکونو لپاره دوا له هنده اخلي


د افغانستان حکومت وايي، له دې وروسته به د افغان ځواکونو لپاره دارو، درمل له معتبرو هندي کارخانو څخه پېري.

له افغانستان سره د هند د یو میلیارد ډالرو د مرستې او اقتصادي تفاهملیکونو د لاسلیک ترڅنګ افغان حکومت وايي چې له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو دارو درمل هم له معتبرو هندي کارخانو څخه وپېري.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې هند ته د ولسمشر محمد اشرف غني د لاسته راوړنو په اړه وویل:

"په لومړۍ مرحله کې به د افغانستان دولت د امنیتي ځواکونو لپاره د اړتیا وړ درمل د هند له معتبرو کمپنیو څخه وپېري او دا لړۍ به پیل شي، وروسته وګورو چې څنګه له هنده د درملو د اخیستلو لړۍ ته پراختیا ورکولای شو."

ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په درېیمه ورځ په یوه رسمي دوه ورځني سفر هند ته ولاړ او هلته یې له هندي چارواکو سره د اقتصادي همکاریو درې تقاهملیکونه لاسلیک کړل چې په هغه کې دا هوکړه هم وشوه چې افغانستان به له دې وروسته د امنیتي ځواکونو لپاره دارو درمل له معتبرو هندي کارخانو څخه پېري .

له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې د افغانستان پنځه نوي سلنه دارو درمل چې په کلنۍ کچه یې ارزښت څلور سوه میلیونو ډالرو ته رسېږي له پاکستان، ایران او هند څخه واردېږي چې کیفت یې هم دومره ډاډمن نه دی.

خو اوس هارون چخانسوري وايي، ولسمشر د هند له حکومته غوښتي چې کم تر کمه د درمل جوړولو پنځه کمپنۍ دوی ته وړاندیز کړی چې افغانستان ترې د خپلې اړتیا وړ درمل وپېري.

اقتصادپوهانو د افغان حکومت د دغه ګام هرکلی کړی دی .

اقتصادپوه عرفات ساپی وايي:

"نه یوازې هند بلکې له نورو هېوادونو سره دغه زمینه لکه هندوستان سره چې مساعده شوې که مساعده شي دا به د افغانستان او هغه مربوطه هېواد لپاره اقتصادي او د اړیکو په نږدېوالي کې مثبت اغیز ولري."

ښاغلی ساپی وايي، ښايي له هنده د درملو واردول افغان حکومت ته ګران تمام شي خو دا چې واریدېدونکي درمل ښه کیفت لري کولای شي د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ښو روغتیايی خدمتونو په برخه کې ګټور تمام شي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG