د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوستوالو د اختر مبارکیو ساحه تر مخکې وختونو پراخه شوې ده


د خوست اوسیدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وايي، چې د مخکې کلونو په پرتله اوسمهال يې د اخترونو د لمانځنې ساحه پراخه شوې ده.

دوی زیاتوي، پخوا به په اخترونو کې یواځې کلیوال او نږدې خپلوان د یو بل کورنو ته ورتلل، خو اوس وخت کې ټولنیزې میډیا او یوې بلې سیمې ته ځوانانو د تګ او راتګ ډېریدل د دې لامل شوي، چې دوی د کلي او قوم نه د باندې سیمو کې ځانونو ته ملګري او دوستان پیدا کړي او بیا اختر مبارکیو لپاره ورشي.

د سې شنبې په ورځ مدني فعال یعقوب جان ستوری مشال راډیو ته پدې اړه وویل:

((په پخوا وختونو کې یواځې کلیوالو او نږدې ملګرو سره اختر مبارکیو ته تلل، مګر نن سبا دا د ټولنیزې میډیا د لارې او د ځوانانو د تګ او راتګ له لارې دوی په خپلو کې اشنايي لري، دوی د خوست په مختلفو کلیو او ولسوالیو کې دوی د یو بل سره بنډارونه کوي، یو بل ته ورځي او د هغوی سره په شریکه د اختر خوښۍ لمانځي، موږ لومړی ورځ په خپله ولسوالي کې تېره کړې ده، په دویمه ورځ موږ ښار ته راغلي یو، اوس د متون په یوه حجره کې د ملګرو سره ناست یو او د اختر خوښي لمانځو.))

د تړون اونیزې مسوول سپین روان نورزی وايي، چې روان اختر کې یو شمېر مدني فعالان او ځوانان د هغو خلکو کورنو ته ورغلل، چې خپل خپلوان يې په جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

ده وویل، د نورو تحفو ترڅنګ دوی یادو کورنیو ته د قربانیو د څارویو یوه اندازه غوښې هم وروړې:

((رښتیا هم سږنۍ اختر په ډېره ښه او ارامه فضاء کې تیریږي، خو پدې وروستیو کې ځنې غمیزې رامنځته شوي دي، ځوانان دې سره په خوا کې چې خپلو دوستانو کره ځي، د شهیدانو فامیلونو او د زخمیانو کورنیو ته ورځي، تحفې وروړي، د احوال پوښتنه يې کوي، په ځانګړي ډول د قربانۍ غوښۍ چې په خوست کې الحمدالله ډېرې شوي دي، دا غوښې بې وسه خلکو کورنو ته وروړي، نو هیله مو داده چې به راتلونکې کې هم دا ډول د دوستانو په خوا کې د غریبو خلکو پوښتنه هم وکړي.))

شاعر او لیکوال زاهدشاه انګار وايي، چې د سږني اختر په لمانځلو کې د خلکو ونډه بیخي زیاته ده.

زاهدشاه انګار زیاته کړه:

((دا اختر چې دی د نورو اخترو په شان په امن او خوشالیو سره دادی لمانځل کیږي، ډلې ډلې کسان د خپلو دوستانو او ملګرو کره د اختر مبارکیو لپاره ځي، نو سږ کال د اختر په مبارکیو او لمونځونو کې خلکو په پراخه کچه ګډون وکړ او تر دې مهاله مو د هېڅ ډول ناوړه پيښې راپور ندی اوریدلی.))

د خوست یو بل تن ځوان مدني فعال صدیق الله بهار د اختر د لمانځلو د بهیر په تړاو وايي:

((موږ ځوانان اختر په خوست کې په ډېرو خوشالیو سره لمانځو، د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته ورځو، ځوانان د خپلوانو او ملګرو کره ځي، میلې جوړوي، زیارتونو ته ځي، هلته میلې کوي، جشنونه جوړوي، اتڼونه او ښې ساعتیرۍ کوي.))

د خوست اوسیدونکي پدې وروستیو کې په کلیو او ښارونو کې تر اختر مبارکیو ور اخوا په ډله ییزه بڼه یو شمېر میله ځایونو او زیارتونو ته هم ځي.

خوستی ځوان ایوب خان يې په اړه وايي:

((سږنۍ لوی اختر ډېر په خوشالۍ تیریږي، خپلو ملګرو، دوستانو او همزولو کورنو ته ولاړو، د اختر مبارکۍ مو وکړې، د دې ترڅنګ ادممد میلې ته ولاړو، هلته مو د ملګرو دوستانو سره خوندوره میله وکړه، له ټولو دوستانو مو هیله داده چې لوی اختر په خوشالیو کې ولمانځي.))

بل لوري ته یو شمېر ځوانان چې د تفریح او د اختر د خوشالیو لپاره په خوست ښار کې د متون بابا غونډۍ ته پورته شوي ول، ویل چې ځايي اداره دې پدې پراخو غونډیو کې د تفریح او چکر وهلو په خاطر د خلکو لپاره میله ځایونه جوړ کړي او دا سیمه چې د وروستیو څلورو لسیزو په جګړو کې له ونو او بوټو سپیره شوې ده، بېرته دې له سره ورغوي.

دوی ټېنګار کاوه، چې پدې کار سره به خوست ښار لا نور ښکلی شي، خلکو ته به د تفریح نږدې سیمه پیدا شي او دا ځایبه حکومت ته په یوه دایمي عایداتي سرچینې بدل شي.

XS
SM
MD
LG