د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د موسیقۍ اختریز پروګرام جوړ شوی وو


د سېشنبې په ورځ د پکتیکا په ملي لوبغالي کې د ځايي ادارې په نووښت د لوی اختر په ویاړ د ساز او موسیقۍ یو هنري او تفریحي پروګرام جوړ شوی وو.

یاد پروګرام کې چې د پکتیکا زرګونو اوسیدونکو برخه اخیستې وه، په پیلیزو خبرو کې يې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت خلک له نظام سره د امنیت په ټېنګولو کې پراخې همکارۍ ته وروبلل.

الیاس وحدت وویل، کچیرې د اوس په شان خلک د امنیتي ځواکونو سره همکار وي، نو په یاد ولایت کې به شته امنیت وساتل شي او خلک به په ارام فکر خپل کار وبار پرمخ بوځي، خو کچیرې پدې اړه بې تفاوتي وشوه، نو نا امنۍ پېښیدای شي، چې زیان يې بیا هر کس ته رسیږي.

د پکتیکا والي د امن په ساتلو کې د میشتو افغان امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او له خلکو يې وغوښتل چې د خپل هېواد سرتیرو او منسوبینو ته په درنه سترګه وګوري.

ده زیاته کړه، همدا سرتیري او افسران دي، چې په هره کوڅه، جاده او د سړک پر غاړه ولاړ دی او هڅه کوي، چې د خلکو ژوند او مال د ګواښ سره مخامخ نشي.

د پکتیکا والي وویل:

((د هغو سرتیرو، افسرانو او د وسلوالو ځواکونو منسوبینو ستاینه وکړئ، چې ستاسو د ځانونو او مالونو د ساتنې په خاطر شپه او ورځ نه پيژني، په لارو کې ولاړ دي، په سړکونو کې ولاړ دي، په کوڅو کې ولاړ دي، تاسو شاید په یو نیم ځای کې په تلاشیو کې په عذابیږئ خو دا ستاسو د سرونو او مالونو د ساتنې په خاطر ده، ویاړ زموږ په اتلو وسلوالو ځواکونو، تل يې ملاتړ وکړئ، مینه ورسره وکړئ، وروڼه او زامن مو دي، د دوی لیکو ته ورشئ، د اختر مبارکۍ وکړئ او پر دوی ویاړ او افتخار وکړئ.))

د پکتیکا والي د اخترونو په مناسبت په دودیز ډول د خلکو د یو شمېر په زړه پورې دودونو یادونه هم وکړه او له خلکو يې وغوښتل، چې دا دودنه او رواجونه ژوندي وساتي او د اختر په درناوي دې یو بل ته د ورورۍ او یووالي لاسونه ورکړي.

پدې هنرې او سندریز پروګرام کې د پکتیکا ولایت ګڼو محلي هنرمندانو ملي او عشقي سندرې وبللې، او ځوانانو ورته ګرم اتڼونه وکړل.

د دې هنري او سندریز پروګرام په اوږدو کې یو شمېر فرهنګیانو خپل او د نورو شاعرانو انتخابي غزلې او شعرونه هم ولوستل، چې ګډونوالو به په چکچګو او نارو بدرګه کول.

د رشیدالله په نوم د پکتیکا د ښرنې یو تن اوسیدونکي د اخترونو د خوشالیانو لپاره دا ډول پروګرامونه ډېر په ګټه کې وبلل.

ده وویل، دا ډول پروګرامونه خلکو ته د ژوند سره د مینې فکر ورکوي او راتلونکې ته يې هیله من کوي.

د یادونې وړ ده، پکتیکا یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې له پخوا راهیسې د مذهبي او دودیزو ورځو د تجلیل او لمانځنې لپاره ډېر په زړه پورې رواجونه او دودونه لري.

نیزه بازي او وز لوبه د پکتیکاوالو په تاریخي او لرغونو لوبو او کې حسابیږي.

XS
SM
MD
LG