د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ترینکوټ امنیت لپاره به پوځي عملیات جاري وي”

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د ترینکوټ ښار امنیت ټینګولو لپاره به پوځي عملیات جاري وي.

وسله والوطالبانو تېره اونۍ پر ترینکوټ پراخه حمله وکړه او ان د ښار ځینو مرکزي برخو ته ورسېدل.

خو د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د دوشنبې په ورځ خلکو ته ډاډ ورکړ چې له روانو پوځي عملیاتو سره به د ټول ولایت امنیتي وضعیت ښه شي.

پر ترینکوټ د وسله والو طالبانو تر حملې وروسته ، د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د عملیاتو لپاره ارزګان ته ورغلی. او ویلي دي چې له وسله والو طالبانو د سیمې له پاکولو پرته به کندهار ته ستون نه شي.

رپوټونه وايي چې ترینکوټ ښار لا هم د وسله والو طالبانو له نفوذه په بشپړ ډول نه دی پاک شوی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG