د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: خپل وطن، ګل وطن انځوریز نندارتون


له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو سره د ولسي مرستو د جلبولو په خاطر په جلال اباد ښار کې د خپل وطن، ګل وطن تر نامه لاندې يو انځوريز نندارتون جوړ شوی و چې پر ګڼ شمير مدني فعالانو سربيره په کې یو شمير سوداګرو هم برخه اخیستې وه. سوداګرو ژمنې وکړې چې راستنېدونکو کډوالو سره به هر راز مرستې وکړي.

دغه انځوریز نندارتون مدني فعال او وتلي انځورګر حمدالله ارباب د تېرې جمعې په ورځ جوړ کړی و چې په انځورونو کې يې د افغان کډوالو د راستنېدو حالاتونه ښودلي و.
نومړی وايي چې د انځوريز نندارتون له جوړيدو يې موخه دا ده چې د افغان سوداګرو پام د راستنېدونکو کډوالو سره مرستو ته راجلب کړي.

(( د نندارتون له جوړېدو يې هدف دا دی چې که دا خلک کله په تورخم راواوړي، د يوه انساني همدردۍ له مخې، د افغانیت له مخې د اسلاميت له مخې نه، يو څوک يو بوتل اوبه ورکړي، يو څوک کمپله ورکړي، يو څوک جامې ورکړي، چې يو قدردانی يې وشي چې که يو څوک خپل وطن ته راستنيږي، هغوی په دې پوه شي چې دا زموږ خپل وطن دی، خلک له موږ سره مینه کوي، د دغو مرستو له لارې موږ دا پيغام ورکړو چې دلته خلک خپلو ورونو ته ښه راغلاست وايي.))

له دغه نندارتون څخه د ننګرهار مرستیال وا

لي محمد حنیف ګردیوال هم لیدنه وکړه. نوموړي په سوداګر غږ وکړ چې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره کافي مرستې وکړي.

(( د سوداګرۍ د خونې استازي ډاګټر شمس نه مې هیله دا ده چې کله ستاسو د سوداګرو د همغږۍ مجلس موږ به هم درشو، ټولو ته به دا پیغام ورکړو چې راستیندونکو کډوالو سره مرستې وکړي، اوس به ستاسو له خوا هم دا پيغام هغوی ته ورسيږي چې دا کډوال چې راستنيږي، باید د دوی قدردانی وشي او دوی سره مرسته وشي.))

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونو اجراییه مدير ډاکټر شمس ژمنه وکړه چې دوی د ننګرهار ټول سوداګر له راستنېدونکو سره مرستو ته ژمن کوي.

(( سوداګر دې ته حاظر دي چې خپلو راستنېدونکو کډوالو سره هر ډول مرستې وکړي.))

مدني فعال او د ژوند خیريه ټولنې یو تن مسوول انجينر راحتګل زیارمل په ملا امامانو غږ وکړ چې د قربانۍ د فضایلو تر څنګ دې ولس راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستو ته هم چمتو کړي.

(( په علماوو باندې غږ کومه چې د اخټر په لمانځه کې چې د قربانۍ فضایل بيانوي، د دې فضایل دې هم بیان کړي چې د ننګرهار اوسېدونکي خپلو راستنېدونکو کډوالو سره هر راز مرستې وکړي، په ځانګړې توګه د اختر په لمانځه خلک مرستو ته وهڅول شي.))

د نندارتون په دوران کې يو شمير مدني فعالانو له خپل وس سره سم نغدي مرستې هم وکړي او پريکړه وشوه چې په ننګرهار کې ژوند خيريه ټولنه به مرستې راټولوي او په مناسب وخت کې به يې په راستنېدونکو کډوالو ویشي.

د یادولو ده چې دوه میاشتې وړاندې په پيښور کې افغان کونسلګرۍ د خپل وطن، ګل وطن تر نامه کمپاین پيل کړی و چې له مخې يې په لسګونه زره کورنې خپل هیواد ته راستنې شوي دي.


XS
SM
MD
LG