د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم دروازه دې تګ راتګ اسان کړل شي


د خیبر ایجنسې خلک وایي، په تورخم کې د پاکستان له خوا د پولې سمبالولو تګلارې له کبله که یو خوا د لوې کچې تجارت باندې اثر شوی نو بل خوا ورسره په تورخم کې واړه کاروبارونه او خوراکي توکي پلورونکي کسان هم متاثره شوي دي.

دوي وایي د افغان وګړو لپاره د پاسپورټ او ویزې له شرطه پس اوس په تورخم دروازه ډېر کم خلک تګ راتګ کوي نو ځکه یې کاروبارونه هم ورسره کم شوي دي.

عید محمد چې په تورخم کې د تنور ډوډۍ خرڅوي، مشال ریډیو ته وویل: (مخکې به مو د ورځې درې بورۍ اوړه پخول خو اوس تر یوې بورۍ هم کم پخوو، مخکې به په دې تورخم دروازه ډېر خلک تلل راتلل او کار مو ډېر ښه وو خو اوس یې مزه نشته، په دې تنور کې به مخکې لسو کسانو کار کاوه خو اوس پکې یوازې درې تنه پاتې شوي یو.)

د لواړګي سفیر خان چې په تورخم کې ریستوران چلوي وایي: (مخکې به مو لس دیګونه تیارول او اوس دا درې دیګونه تیار وو، درې زره روپۍ ورځ به راته پاته کېدلې خو اوس خپل شاګردان هم نه شو ساتلی، موږ غواړ چې په تورخم دروازه دې نرمي راشي.)

او یو افغان وګړی سردار علي چې په پاسپورټ او ویزا په تورخم دروازه پاکستان ته ننوتی وایي:

(بغیر پاسپورټ او ویزې څوک نه شي کولی چې په تورخم دروازه پاکستان ته ننوځي،یو تن که هر څومره سخت ناروغه وي نو د سفري اسنادو بغیر نه شي راپورېوتلی، زموږ خلک له ډېر مشکل سره مخامخ دي.)

یاده دې وي چې پاکستاني چارواکو د جون له لومړۍ نېټې په تورخم کې سختي شورو کړې او د افغان وګړو لپاره یې پاسپورټ او ویزا شرط کړي دي او د سفري اسنادو بغیر یې پاکستان ته نه ورپرېږدي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي:

(دغه ګام یې د امنیت په خاطر پورته کړی دی او غواړي چې په دې پوله د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیسي.)

د خیبر ایجنسې ځایي خلک او د ډیورنډ کرشې دواړو غاړو ته میشت قبایل وایي چې باید له دوی سره دې په تګ راتګ کې نرمي وکړل شي او د متبادل په توګه دې د راهدارې کارډ سهولت ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG