د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا په کروندګرو د زعفرانو تخم وویشل شو


د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د بزګرانو سره د اساسي همکارۍ او ګټورو حاصلاتو په خاطر يې د درې نیم زره کیلو په اندازه د زعفرانو تخم ویش کړ.

د پنجشنبې په ورځ د زعفرانو د تخم د وېش په ځای کې د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ رييس صحبت خان مشال راډیو ته وویل، چې دوی تېر کال په مرکز ښرنه او ارګون کې د زعفرانو د حاصلاتو د تجربې په خاطر دوه قطې ځمکه کرلې وه، چې حاصل يې ښه نتیجه ورکړه.

ده وویل په همدې خاطر سږ کال ورته د اړوند وزارت لخوا درې نیم زره کیلو د زعفرانو تخم ورکړل شوی تر څو پر ځايي بزګرانو يې وویشي او دې تجربې ته پراختیا ورکړي.

د

پکتیکا د کرنې رييس وویل، که دا ځل هم د زعفرانو نتیجه ښه وه، نو په راتلونکې کال کې به يې کرنه ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته هم وغځوي.

صحبت خان زیاته کړه:

((موږ د زعفرانو تخم تېر کال د تحقیق لپاره راوړي وو، په دوو جریبو مو وکرل ښه نتیجه يې ورکړې وه، له همدې کبله نن ورځ موږ د کرنې وزارت د زعفرانو ډېر تخم راکړ ځکه چې په مرکز ښرنه او اورګون کې يې نتیجه ښه وه، نو سږ کال موږ سره زیات کمک وشو او دوولس قطې به شي، چې دا سلسله به پسې روانه وي انشاالله.))

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت یو شمېر بزګرانو ته د یوه اندازه زعفرانو د وېش پر مهال وویل، دا لومړی ځل دی چې په پکتیکا ولایت کې د زعفرانو تخم ویشل کیږي، ده هیله مندي څرګنده کړه، چېدا بوټی به په یاد ولایت کې ښه نتیجه ورکړي، ځکه چې د پکتیکا طبعي موسم د دې بوټي تکثیر او ترویج ته مناسب ښکاري.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت زیاته کړه:

((زعفران هغه بوټی دی، چې په افغانستان کې د کوکنارو ښه بدیل بلل شوی او ښه نتیجه يې هم ورکړې ده، ښه عاید لري او د اوږده مهال لپاره يې بوټی ژوندی پاتې کیږي، خو زموږ هیله داده چې د پکتیکا ولایت بزګران به د دې بوټي په وده او ترویج کې زیار وباسي او دغه بوټی به په اینده کې هغه خړې او سپیرې دښتې چې تر اوسه ترې استفاده نه کیږي، یا د یو فصل استفاده ځنې کیږي، ډېر کم حاصلات ورکوي، هغه به انشاالله په زعفرانو باندې ښکلې او شنې شي.))

د پکتیکا والي زیاته کړه، د زغفرانو بوټی د اقصتادي ګټورتوب او د کوکنارو د یو ښه بدیل تر څنګ د روغتیا په برخه هم ګټور دی او لدې بوټې څخه د درملو په جوړولو کې استفاده کیږي.

ده دا تخم ډېر قیمتي یاد کړ او له کروندګرو يې غوښتنه وکړه چې د دې بوټي د کرنې په ټول دروان کې يې سمه پالنه وکړي او په ټوله پکتیکا کې يې رایج کړي.

د کرنې د برخې کارپوهان د پکتیکا هوا، اقلیم، طبعیت او ځمکوته په کتو پدې باور دي، چې په یاد ولايت کې د زعفرانو د ښې نتیجې امکانات ډېر دي او لدې لارې به بزګران وکولای شي، چې ښه پیداوار او ښه ګټه لاسته راوړي.

XS
SM
MD
LG