د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارزګان:هوايي برید ۱۸۱وسله وال وژلي


د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې پر وسله‎والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت لخوا په هوايي بمبار کې ۱۸۱ وسله‎وال...

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې پر وسله‎والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت لخوا په هوايي بمبار کې ۱۸۱ وسله‎وال وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب مشال راډیو ته وویل چې نن(پنجشبه) تر یوې بجې وروسته په افغانستان د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت لخوا په مرکز ترینکوټ کې پر وسله‎والو طالبانو تر هوايي بمبار وروسته په وضعیت کې ښه والی راغلی او وسله‎والو له مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو څخه په شاه تګ کړی.

د نایاب په وینا په هوايي بمبار او د افغان ځواکونو د نن ورځې په مقاومت کې ۱۸۱ وسله‎وال وژل شوي او شاوخوا ۶۹ نور يې ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا د وسله‎والو طالبانو په حملو کې۱۱ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي چې ټول ملي پولیس دي.

نایاب زیاته کړه:

"ټول ټال ۲۵۰ مخالفین مړه او ټپیان شوي چې۱۸۱ مړه او پاتې يې ټپیان شوي دي وضعیت کاملاً نور مال دی او خلکو ورځنی کار بار پیل کړی."

د والي ویاند زیاتوي چې د کندهار د امنېي قومندان جنرال عبدالرازق او د ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندان جنرال داود شاه وفادار په مشري سلګونه مرستندویه سرتیري دغه ولایت رسېدلي.

د نایاب په وینا دغه تازه دمي ځواکونو به د ارزګان د قواوو سره یو ځای د وسله‎والو طالبانو پر ضد عملیات وکړي.

د ارزګان پر مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو درې ورځې مخکې په ناڅاپي ډول سلګونو وسله‎والو طالبانو حملې وکړې.

دغه جګړې نن تر یوې بجې پورې د امنیې قومندانۍ او نورو تاسیساتو پورې ورسېدلې چې د چارواکو په وینا د هوايي ځواک د نه رارسېدو په صورت کې ممکن مرکز سقوط شوی وای.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG