د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: د وژنو او ورانیو پر ځای باید سولې او یووالي ته کار وکړو


د پنجشنبې په ورځ د خوست یو شمېر قومي مخورو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د شهید اونۍ د لمانځنې په ناسته کې له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه، چې تر دې وروسته دې ټول په ګډه د سرتاسري سولې، ملي یووالي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

دوی زیاته کړه، افغانانو په وروستیو څلورو لسیزو کې یواځې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره نه، بلکې د نورې نړۍ د ولسونو د ژغورنې لپاره هم قربانۍ ورکړي دي او له همدې کبله نړیوالو ته هم بایده دي، چې پدې هېواد د تحمیل شویو جګړو د ختمولو لپاره په صادقانه ډول خپل ټول امکانات په کار واچوي.

د خوست یو تن قومي مشر حاجي عبدالقیوم خان مشال راډیو ته وویل، چې نور باید پدې هېواد کې وژنو ته نه وویل شي او د هېواد ټول عام او خاص وګړي د سولې لپاره هڅې وکړي.

حاجي عبدالفیوم خان زیاته کړه:

((زموږ پیشنهاد دادی چې دا څومره شهیدان وشول دا کافي دي، لدې زیات موږ ته د اتحاد ضرورت دی، یووالی وکړو او ټول متحداً د رييس جمهور نه نیولي تر اخرین فرده پورې په یو غږ ووایو چې موږ سوله غواړو، د سولې لپاره موږ اماده یو، داسې نه چې یو کس سوله غواړي او بل کس د خپلو شخصي اغراضو په خاطر د سولې ماتول غواړي.))

یو بل تن قومي مشر حفیظ الله جان ګربز هم وايي، چې تر دې وروسته باید په ګډه د ټولو افغانانو د پخلاتوب لپاره کار وشي، په یو ټغر راټول شي او روانو بدمرغیو ته د پای ټکی کېښودل شي.

مدني فعال سیدکریم خان خاکسار وايي، د افغانان ژوند باید د جګړې او ورانیو له ګواښه وژغورل شي.

نوموړی د افغان حکومت وسلوالو مخالفینو هم غواړي، چې سوله ومني اود روانو بدمرغیو په ختمولو کې ونډه واخلي:

((له دې وروسته باید افغانان له جنګونو او دا نورو ستونځو لاس واخلي، د سولې لپاره کار وکړي، د شهیدانو لپاره مو دا یوه ورځ بس ده، نورې باید داسې ورځې ونلرو چې خپل ملي شخصیتونه له لاسه ورکړو، باید پدې هېواد کې سوله او امن راشي، د دولت د وسلوالو مخالفینو مې هم دا غوشتنه ده، چې باید د سولې له پروسې سره یو ځای شي.))

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ په خوست کې د شهید اونۍ د لمانځنې د نورو موخو ترڅنګ وویل، چې افغان حکومت به د هغو خلکو مخه ونیسي، چې په بیلابیلو نومونو افغانان سره ویشي او د پردیو د ارمانونو د تحقق لپاره کار کوي.

مبارزمحمد ځدراڼ زیاته کړه:

((له دې وروسته موږ ژمن او متعهد یو، چې د افغانستان د ابادۍ او انکشاف لپاره په خاصتاً د دې هېواد د ټولو پرګنو د یووالي لپاره به کار کوو او هېچا ته به د دې اجازه ورنکړو، چې د ځنو نومونو تر عنوان لاندې د خپلو شخصي اهدافو په خاطر زموږ خلک په بیلابیلو نومونو باندې وویشي او دلته د پردیو د اهدافو د تحقق لپاره یوه زمینه برابره کړي.))

د شهید اونۍ په لمانځغونډه کې خوست والي حکم خان حبیبي وویل، چې افغانان د نورو هېوادونو په پرتله د جګړو ډېر قربانیان او ټپیان لري او د ټولنې دا قشر تر هر چا زیات پاملرنې ته ضرورت لري.

نوموړي د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویانو غوښتنه وکړه، چې د وژل شویو او ټپیانو د اولادونو لپاره د کار او زده کړو لازم شرایط برابر کړي، تر څو په ځان بسیا شي او خپله انرژي او توان په مثبتو کارونو ولګوي.

XS
SM
MD
LG